په آلمان کې د کرونا ویروس بې سارې پېښې
۱۳۹۹ آذر ۲۱, جمعهروبېرت کوخ انستیتوت په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د کابو دیرش زره نویو پيښو د ثبتیدو خبر ورکړی دی. دا په آلمان کې د کرونا وبا له پيلیدو راهیسې ټولو زیاتې پيښې دي چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ثبتیږي. د دغه انستیتوت د معلوماتو له مخې په آلمان کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیر تر ۱،۲ میلیونه اوښتی دی او د دغي ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۲۰۹۷۰ تنو ته رسیدلی دی.
دا پرله پسې دوهمه ورځ ده چې په آلمان کې د کرونا ویروس نوې پيښې ریکارډ کچې ته رسیدلي دي.
د کرونا ویروس د نوو پيښو شمیر ښایي د مرکزي حکومت او ایالتونو ترمنځ د محدودیتونو د سختیدو پر سر روان بحثونه نور هم تاوده کړي. د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل او د ۱۶ ایالتونو لومړي وزیران په دې نه دي توانیدلي چې د یوه انلاین کنفرانس له پاره سره په یوه ګډه نېټه تفاهم ته ورسیږي.
د دې علت دا دی چې صدراعظمه مېرکل تر کرسمس دمخه د اقداماتو د سختولو لکه د ښوونځیو او ځینو کاروبارونو د تړلو پر سر ټینګار کوي. خو ځینې له دې سره مخالفت کوي. ځینو ایالتي حکومتونو بیا ویلي دي چې د خبرو اترو دمخه باید دا روښانه وي چې د یوه ګډ دریځ پر سر تفاهم ته سره رسیدای شو. ګومان کیږي چې د یکشنبې په ورځ به خبرې وشي.
زموږ له آرشیف څخه: