افغانستان: په کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر لوړ سوی
۱۴۰۰ خرداد ۱۳, پنجشنبهد عامي روغتیا وزارت نن پنجشنبه (۲۰۲۱م کال د جون ۳) په کرونا د اخته کسانو شمیر اعلان کړ. د نوموړي وزارت په حواله ۲۰ ورځي مخکي لا هره ورځ ۲۰۰ کسان په دغه ویروس اخته کیدل خو د چهارشنبې په ورځ د هغو شمیر ۱۵۰۰ ته رسیدلی دی.
محلي رسنیو په روغتونونو کي د ناروغانو د بیروبار او آکسیجن د کمښت رپوټونه ورکړي دي. په کابل کي د امریکا متحده ایالاتو سفارت د پنجشنبې په ورځ د اخته کسانو لوړ شمیر ته په کتو سره صحي خبرداری ورکړ. هغوی ويلي دي چي په روغتونونو کي د ځای د کمښت له کبله امريکايي اتباعو ته د بسترېدو اجازه نه ده ورکړل سوې.
د پنجشیر د والي یوه ویاند د طلوع نیوز سیمه ایز ټلویزیون ته ویلي دي چي د پنجشیر دره د کرونا د ویروس د پراخوالي د خطر له امله د سیلانیانو پرمخ تړل سوې ده. د رواني اونۍ له پیل راهیسي په افغانستان کي د واکسین کمبود لیدل کیږي او له همدې کبله نورو کسانو ته د واکسین لګولو اجازه نه ورکول کیږي.
د عامي روغتیا وزارت ویلي دي چي اوس یوازي هغو کسانو ته واکسین لگول کیږي چي د واکسين دوهمه دوره يې ده. افغانستان له نږدې ۳۷ ميليونه نفوس سره اټکل کیږي چې ۹۶۸ زره دوزه واکسسين يې ترلاسه کړی.
د ثبت سوو ارقامو له مخي د کرونا پاندیمي له پیل راهیسي په افغانستان کي څه د پاسه ۷۶ زره کسان په دغه ویروس اخته سوي او تر ۳۰۵۰ زيات ترې مړه سوي دي. داسي اټکل کیږي چي اصلي ارقام تر دې هم ډیر لوړ وي.
GP/NZ/AG