څنګه کولی شئ د کرونا پر مهال ځان له خفګان څخه وساتئ؟
د کرونا وبا یو وار بیا د نړۍ نظم ګډوډ کړی. دلته او هلته رخصتۍ او محدودیتونه حاکم دي، خو نور د خلکو زغم پاي ته رسیدلې او ډيري په ژورخفګان اخته دي. د څو ساده ټکو په مراعاتولو له ویرې او خفګان سره مقابله وکړئ.
قدم وهلو ته ولاړ شئ
په آزاده هوا کي پر پياده رو چټک ګرځيدل او حتي د کرنیزو ځمکو له لارې، د ويالو، ځنګلونو او پرغرنیو سیمو، د سیند پر غاړه ګرزیدل آرامښت بخښونکي وي. د څيړنو پايلې ښيې چې آلمانان د کرونا وبا څخه تر مخه د پخوا په پرتله زيات قدم وهي او پلي ګرځي.
نړۍ خپلې خونې ته راولئ!
د سيلانيانو او سیاحت په برخه کي وضع شوو محدوديتونو ته په کتولو سره خلک په هغه وخت پسې خفه دي چې خپل د سفر بکسونه وتړي او په بيړۍ يا الوتکه کي سفر وکړي. خو ډير شمير انټرنټ پاڼې د سياحت په زړه پورې ویدیويي فلمونه او موزيمونه نندارې ته وړاندي کوی، له هغي ګټه واخلئ او پرته له پيسو سفر وکړئ.
پاڅيږه او روان شه!
خپل بایسکل راواخلئ يا په يو پارک کې په ځغاسته پيل وکړئ! په خپله خونه کي سپورټ او يوګا وکړئ! يا د بدن جوړولو په آنلاین کلاسونو کي برخه واخلئ چې په همدې موخه په لاره اچول شوي دي.
خيالي ځایونو ته سفر وکړئ
زړه مو غواړي چې د يو سيالي خوښونکي په توګه د پيښو لټون وکړئ. ويديوې لوبې تاسی ته ډير ښه امکانات برابروي چې انديښنه له ځانه لري او ملاقات هير کړئ او بلې نړۍ ته ولاړ شئ. يا په انترنت کی نوي لوبغاړو سره ملاقات وکړئ.
خپل همشني ملګري کتاب پسې ولاړ شئ !
ورشئ هغو کتابونو پسې چې له ډيرې مودې ستاسی په انتظار کې دي! د کست اوریدل او فکري لوبو ته مخه کول، د ځان ته د آرامتیا بخښلو ښې لارې دي.
خپل کورونه پاک کړئ!
د جاپانئ ښځې کتاب له لارښوونو څخه زده کړه او پاڅيږه! هغې په خپل کتاب کې د ژوند بل ډول کول د کور په ښه ډول نظم او ترتيبولو سره لارښوونه کړې ده. چې دغه سمون روح او روان ته سکون او آرامتیا وربخښې.
پخلې وکړئ!
د لنډ وخت له پاره هم چې وې له چمتو شوي خوړو څخه ډه ډه وکړئ! خپل خلاقيت په تازه خوړو چمتو کولو کي وکاروئ. بی دلیله نه ده چې د پخلي کلاسونو دومره مینه وال موندلي دي.
له ګل او واښو سره ناسته وکړئ!
که له ګل او واښو سره علاقه ولرئ او که نه، خو په هر حال په خونه، انګړ او يا برنډه کي د ګلانو او واښو روزنه ارامونکي ده، له تاسی شترس لیري او ښه احساس درکوي.
یوګا سپورت !
یوګا ورزش د ځان آرامه کولو ښه لار ده. ستاسی ذهن له ناآرمه کونکو فکرونو څخه لیرې کوي، بدن ته مو آرامي او سکون وربحښې. په انترنت کي د دې سپورت د زده کړې ډيرې ویډیوګانې شتون لري.