په نيویارک کې د نوي ویروس په اړه د کارپوهانو انديښنې
۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سهشنبهپه نيويارک کې د کرونا نوي بڼې ويروس په ډيرې چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی. کارپوهانو د دغه ويروس په خپريدلو انديښنه څرګنده کړې. ويل کيږې چې په نيويارک کي ۱۳ سلنه پيښې د کرونا نوي بڼې ويروس پورې تړاو لري.
په نيويارک کې د دې ويروس د نوې بڼې له پيدايښت څخه څو مياشتې تيريږې. خو هغه څه چې هلته د کارپوهانو او مسؤلينو د انديښنې سبب شوي په پراخه کچه او چټکۍ سره د کرونا د دغه اوښتې بڼې خپريدل دي.
د نيويارک ښاروال نيل دي بلازيو له خلکو غوښتنه کړې ده چې آرام پاتې شي او ويلې دي چې په اوس وخت کي د »عمومي وارخطاي له پاره کوم دليل نشته«.
هغه په ورته وخت کي ټينګار کړی دی چې د خلکو انديښنې د هغه له پاره د پوهيدلو وړ دي. د لومړي ځل له پاره د ۲۰۲۰م کال په نوامبر مياشت کې په نيويارک کې د کرونا ويروس نوې بڼه وليدل شوه.
په نيويارک کې د کرونا ویروس دغه اوښتې بڼه په ډسمبر مياشت کې په ډيرې چټکۍ سره خپره شوه. اوس ويل کيږې چې ۱۳ سلنه ټولې نوې پيښې د دغه نوي اوښتې بڼې ويروس پورې اړه لري.
لا تراوسه کارپوهان د کرونا دغه اوښتې بڼې ويروس څخه پوره معلومات نه لري. سربيره پردې د کرونا واکسین اغيز پر دغه اوښتې بڼې باندې روښانه نه دی. د دې وړاندوينه کيږې چې ويروس پيژندونکي په څو راتلونکو اونيو کې د کرونا دغه ډول ويروس په اړه ډير معلومات راټول کړي.
د نيويارک ښاروال بيل دي بلازيو خلکو ته ويلي: »تر هغه چې دا ثابته نه شی چې د کرونا ضد واکسین پر دغه اوښتي بڼې ويروس اغيز نه لري، د ناوړه پيښو په اړه کومه انديښنه نه وي.«