«د کرونا په بحران کي طبي اکسېجن مخ پر کمیدو دی»
۱۳۹۹ اسفند ۸, جمعهد روغتیا نړیوال سازمان په رهبرۍ یوې نړیوالي ډلي چي د کرونا بحران له پاره طبي تجهیزات او زیربنا برابروي، د پنجشنبې په ورځ وویل: »دا خبره په ځینو هغو شتمنو او بې وزلو هیوادونو کي صدق کوي چي د اټکلونو له مخي پکښي شاوخوا د کرونا ۵۰۰ زره ناروغان د مصنوعي تنفس له پاره، هره ورځ د اکسیجن څه ناڅه ۱،۱ ميلیونو سلنډرونو ته اړتیا لري.
د کوچنيانو د ملاتړ ادارې (يونسف) څخه، هینرییته فورې څرګنده کړې چي د کرونا پاندیمي، هغه طبي اکسیجن له بشپړ اضطراري حالت سره مخامخ کړ چي پخوا لا نیمګړتیا پکښي موجوده وه.
د هغې په خبره، ددې له پاره چي دغه نیمګړتیا په دوامداره توګه له منځه یووړل سي باید په اغیزمنو سوو هیوادونو کي روغتیايي سیستم بهتره سي. په دې ډول به د هغو کوچنیانو او نوو زیږیدلو ماشومانو ژوند وژغورل سي چی باید مصنوعي تنفس ورکړل سي.
د روغتیا نړیوال سازمان په رهبرۍ دغي ډلي څرګنده کړې ده چي د دې له پاره چي په ۲۰ سختو اغیزمن سوو هیوادونو کي دغه نیمګړتیا له منځه ولاړه سي، نو ۹۰ میلیونو ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا سته.
دغه پیسې به د مثال په ډول، مالاوي، نایجیریا او افغانستان ته ورکړل سي. ټول کال او په نړیواله سطحه د طبي اکسیجن کمبود ته په کتوسره حتی ۱،۶ میلیارډو یورو ته اړتیا لیدله کیږي. سربیره پردې د طبي اکسیجن له کمښت سره د مقابلې له پاره یو ځانګړی کاري ټیم هم جوړ سوی دی.
گ.پ/ن.ز (AFP)