څیړنه: په لمر لرونکو سیمو کې کرونایي تلفات لږ دي
۱۴۰۰ فروردین ۲۲, یکشنبهتر اوسه پورې پر کرونا ویروس د اخته کیدو او د کووید ۱۹ له امله د مړينې کچې د کمښت او زیاتوالي د عواملو په اړه ډیرې څیړنې ترسره شوي دي. یوه له دغو څیړنو څخه چې په دې وروستیو کې ترسره شوې ده د دغې ناروغۍ پر قربانیانو د لمر د وړانګو د مستقیم تاثیر په هکله وه.
د ادینبورګ پوهنتون د څیړونکو د تحقیقاتو د پایلو له مخې، چې د اپریل میاشتې په ۹ نیټه د بریتانیې په علمي نشریه کې خپاره شوي دي پر کووید ۱۹ د اخته کسانو د مړينې کچه په هغو خلکو کې ټیټه ده چې ډیر وخت د لمر له وړانګو سره مخامخ وي، يعنې هغه خلک چې په استوایي سیمو کې ژوند کوي.
د دغې څیړنې له پاره په امریکا، بریتانیا او ایټالیا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو او د دې ویروس له امله د مړو شویو لسګونو کسانو د ډاټا یا معلوماتو څخه استفاده شوې ده.
د آلمان راډیو د رپوټ له مخې کریس دیبن، چې د دې څیړنې د پایلو په لیکلو کې یې همکاري کړې ده وایي چې پر کووید۱۹ د اخته کسانو د مړينې په مواردو کې د کال فصل یا موسم او د ژوند د چاپيریال جغرافیوي مختصات یا موقعیتونه تاثیر لري.
د وټامین D د مثبتې اغیزې ردیدل
څیړونکي په عین وخت کې پر کرونا ویروس اخته کسانو د ویټامین ډي د مثبتو اغیزو په اړه بی شمیره اوازې او اټکلونه ردوي. ځکه هغه سیمې چې تر ارزونې لاندې نیول شوې وې په هغو کې د لمر د UV ماورا بنفش وړانګو کچه دومره ټیټه وه چې نه یې شوای کولی په بدن کې د دې ویټامین د تولید سبب شي.
ویټامین ډي د بدن پر پوټکې د لمر د وړانګو د لګیدو په نتیجه کې تولیدیږي او د نورو ترڅنګ د ویروسي ناروغیو په مقابل کې د بدن له دفاعي سیستم سره مرسته کوي.
خو کارپوهان دي نتیجې ته رسیدلي دي چې د لمر وړانګې بی له دې چې له ویټامین ډي سره ارتباط ولري د کووید ۱۹ ناروغانو د مړينې پیښې کموي.
دوی اټکل کوي چې د دې موضوع یو له علتونو څخه په بدن کې مونو اکساید نایتروجن یا نایتریک اکساید پر آزادیدو د لمر د ماورا بنفش وړانګو تاثیر وي. په لابراتواري ارزونو کې لیدل کیږي چې دغه ماده د کرونا ویروس د تکثیر يو څه مخه نيسي او د تولید بهیر سست کوي.
د همدې ډلې د څیړونکو پخوانیو تحقیقاتو وښودله چې د لمر وړانګو په مقابل کې ډير واقع کیدل د وینې فشار د ټيټیدو او د زړه حملې د کمیدو پورې ارتباط لري. دا د هغو ناروغیو له ډلې څخه دي چې د نورو ترڅنګ د کووید۱۹ ناروغۍ د لا زیات شدید کیدو خطر زیاتوي.
د ادینبورګ پوهنتون څیړونکي ټينګار کوي چې د دوی موندنې د سیمه ایزو ارزونو او احصایو د شننې نتیجه ده او په خبره یې که څه هم په دې کې د عمر او ټولنیز جوړښت په څیر شاخصونه په پام کې نیول شوي دي، خو په پریکنده ډول نه شي ویل کیدای چې د لمر وړانګې پر کووید۱۹ د مبتلایانو د مړينې د کچې کمیدو سبب کیږي.
په رغیدلو کې رواني او عصبي ستونزې
په دې وروستیو کې د بریتانوي څیړونکو د یوې بلې څیړنې پایلې خپرې شوي دي. د دغې څیړنې د پایلو له مخې پر کووید۱۹ د مبتلایاتو یو پر دریمه برخه تر رغیدو وروسته له عصبي او رواني ستونزو او د پریشانۍ، بی خوبۍ یا سکتې په څیر عوارضو سره مخامخ کیږي.
د آلمان د «یو تلویزون» انټرنټ پاڼې «ټاګس شاو» د دغې څیړنې په نقل لیکلي دي: له کووید۱۹ څخه رغیدلي کسان د هغو په پرتله چې پر نورو تنفسي ناروغیو اخته شوي او بیرته رغیدلي دي، ډیر له دا ډول عوارضو سره مخامخ کیږي.
د دغې څیړنې پر بنسټ پر کرونا اخته کسانو کې پر عصبي او رواني ناروغیو د اخته کیدو خطر ۴۴ سلنه د هغو کسانو په پرتله لوړ دی چې پر انفلوانزا یا والګي اخته کیږي او ۱۶ سلنه د هغو په پرتله چې نورې تنفسې ستونزې لري.
د دغې څیړنې له پاره د تر ۲۳۰۰۰۰ ډیرو رغیدلو ناروغانو ډاټا یا معلومات ارزول شوي دي چې د هغو له ډلې شاوخوا یو پر دریمه برخه کسانو کې شپږ میاشتې وروسته د عصبي او رواني ناروغیو علایم لیدل شوي دي.
په دغو ستونزو کې ۱۷ سلنه یې د اضطراب یا پریشانۍ، ۱۴ سلنه یې د مُوډ یا طبعیت خرابوالي او پنځه سلنه یې د بې خوبۍ ستونزې وې.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص
زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: