۱۴۰۳ دی ۴, سهشنبهد بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کويټه کې ټولې سينیماوې بندې شوې دي. په دغو سېنماګانو کې به د پښتو ژبې ترڅنګ د اردو، انګرېزي او پنجاپي ژبې فلمونه نندارې ته وړاندې کیدل. ھنرمندان وایي د کویټې زیاترہ سینیماوې اوس په لویو شاپنګ پلازو یا موټر ګیراجونو بدلې شوې دي۔ د دویچه ویله ھمکار حمیدالله ستوري شیراني یې په اړہ رپورټ چمتو کړی.