«د سي آی اې مشر په کابل کې له ملا برادر سره ليدلي»
۱۴۰۰ شهریور ۲, سهشنبهد سي آی اې او طالبانو د يوه مشر د ليدنې کتنې دا خبر واشنګټن پوست ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ خپور کړی دی.
ورځپاڼې د امريکايي چارواکو په حواله چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، ليکلي دي چې د سي آی اې مشر ويليم برنس د دوشنبې په ورځ د طالبانو له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا متحده ایالات د کابل هوايي ډګر له لارې د خپلو اتباعو او نورو متحدينو په ايستلو بوخت دي.
د سي آی اې د مشر او ملا برادر د ملاقات خبر رويترز خبري آژانس خپور کړی دی خو دغه آژانس ويلي دي چې په سملاسي توګه لا دا خبر تائيدولی نه شي.
د سي آی اې ویاند د فرانسې خبري آژانس ته هم دغه خبر نه دی تائيد کړی او ويلي یې دي چې دغه اداره «د خپل مشر پر سفرونو تبصره نه کوي.»
واشنګټن پوست ورځپاڼه چې د امريکايي چارواکو له قوله يې د دغه ملاقات خبر ورکړی دی، هم د سي آی اې د مشر او ملا برادر د ملاقات پر محتوا خبره نه ده. خو ويلي یې دي چې احتمالاً به د را ايستلو پروسې د ضرب الاجل د ځنډولو په اړه خبرې شوې وي.
د امريکا ولسمشر جو بايدن د کابل د هوايي ډګر له لارې د ايستلو پروسې له پاره چې د ترسره کولو له پاره یې په زرونه امريکايي او بریتانوي عسکر په موقتي توګه افغانستان ته ليږلي دي، د اګست مياشتي ۳۱ مه نېټه وروستۍ نېټه ټاکلې وو. خو د اړتيا په صورت کې یې د دغه پروسې د غځولو انتخاب هم پريښي وو.
بایډن: د خپل ټول پرسونل تر وتلو پورې د کابل په هوایي ډګر کې پاتې کیږو
خو د طالبانو يوه وياند د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې دوی به د دغي پروسې د غځولو اجازه ور نه کړي او دغه مسله یې یوه «سره کرښه» وبلله چې د «اشغال د غځولو» په سترګه به ورته وکتل شي.
د سپينې ماڼۍ استازو هم پر دې خبر په سملاسي توګه له تبصرې ډډه کړې ده.