هند په هیواد کې دننه جوړې شوې چورلکې نندارې ته وړاندې کړي
۱۴۰۱ مهر ۱۲, سهشنبهد دغو هیلیکوپترونو لومړۍ محموله چې د دغه هیواد د دفاعي سکتور د پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي، د سه شنبې په ورځ د هند په لویدیځ کې د جوده پور ایئربیس یا نظامي هوایي اډه کې نندارې ته وړاندې کړای شوه.
د خپلې وړتیا له پلوه دغه نوی جنګي هیلیکوپتر د کم وزن درلودلو له کبله په ډیره لوړه ارتفاع کې هم په پوځي ماموریتونو کې برخه اخیستلی شي. هند د خپلو پوځي تجهیزاتو د اړتیا پوره کولو له پاره تر ټولو زیات پر روسي وارداتو متکي دی، خو د دې نوې چورلکې جوړیدل پر مسکو د نوي ډهلي د انحصار کمولو د هڅو عملي ثبوت ګڼل کیږي.
د پراچند په نوم دغه جنګي هیلیکوپترونه د هندوستان ایروناټکس کمپنۍ جوړې کړي دي. د هند د دفاع وزیر راج نات سنګ، د دغو چورلکو د نمایش غونډې ته په وینا کې وویل: «د هند له وسله والو ځواکونو سره د دغو چورلکو په شتون کې به د هند د هوایي ځواکونو په وړتیاو کې ډیر زیاتوالی رامنځته شي.»
اړوند: د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟
د هند د دفاع وزیر په خپلو خبرو کې وویل: «زمونږ دغه بریالیتوب د دوو لسیزو راهیسې د پرله پسې زحمت او څیړنو پایله ده، پر کوم چې واقعاً هند ډیر زیات ویاړي.»د هند د چارواکو په حواله دغو جنګي چورلکو د سمندر له سطحې څخه ۴۸۷۵ مترو پر لوړوالي کې ازمایشي ماموریت په بریالیتوب سره بشپړ کړ.
د هند دفاعي صنعت ته د ودې ورکولو هڅې
هند د ډیرې مودې راهیسې په دې کوښښ کې دی چې په دفاعي برخه کې خپل تولیدات زیات او پر نورو هیوادونو خپل انحصار را کم کړي. په دې لړ کې د هند سمندري ځواکونو د اګست په میاشت کې خپله لومړۍ جنګي الوتکې لیږدونکې بیړۍ معرفي کړې وه، چې په بشپړ ډول په هند کې جوړه شوې ده.
پر چین د هند نظر
هند د چین ګاونډی هم دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي شخړه اوږد تاریخ لري. د لویدیځ هیوادونو په څیر هند هم د چین د چلند په اړه انديښنه لري چې په سیمه ایزه کچه یي سیاسي او نظامي تګلاره ورځ تر بلې مخ پر تعرضي کیدو او توسعه طلبانه کیدو ده.
اړوند: هندوستان الوتکې لېږدونکې جنګي بيړۍ جوړه کړې
هندي کارپوهانو د پراچند په نامه دغه هیلیکوپتر په ځانګړي توګه د چین له طرفه متوجه نظامي خطرونو او د انديښنو په پام کې نیولو سره جوړ کړی دی.
له دې هیلیکوپترونو څخه ممکن هندي واحدونه د همالیه غرونو په لړۍ کې چې په واورو پوښل شوي وي، د چینایي واحدونو پر ضد استفاده وکړي. په دې سمیه کې په ۲۰۲۰م کال کې د هندي او چینایي پوځي واحدونو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې وې په کوم کې چې ۲۰ هندي او ۴ چینایي عسکر وژل شوي وو.
هند او چین په خپلو ګډو شخړیزو سرحدي سیمو کې ۲۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي. د نفوسو له پلوه د نړۍ د دغو دوو سترو هیوادونو ترمنځ په ۱۹۶۲م کال کې یو جنګ هم شوی و.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص