د کرونا ضد واکسين جوړولو کار تر کومه ځايه رسېدلی دی؟
د نړۍ په بيلو هيوادونو کي د کويد ۱۹ ضد واکسين جوړولو هلي ځلي ادامه لري. که څه چي بعضي برياوي ادعا سوي دي، خو د دغو واکسينو د جانبي عوارضو راپورونه هم ورکول کيږي. نور جزئيات په دغه راپور کي لوستلای سئ:
جانبي عوارض
له کرونا بحران څخه د راوتلو په ترڅ کي تر ټولو زياتي هيلي د کويد ۱۹ ضد واکسين سره تړلي دي. خو دغه واکسين به کوم جادويي شکل ونه لري، بلکه ښايي د نورو ټولو درملو په شان بعضي جانبي عوارض هم ورسره مل وي. ښايي دا جانبي عوارض د هر کس له پاره ګواښونکي نه وي، خو د يو شمير الرجي يا حساسيت لرونکو له پاره دغه واکسين خطرناکه هم ثابتېدلای سي.
سينوواک
د چيني درمل جوړونکي «سينوواک» شرکت له خوا د کوويد ۱۹ ضد د واکسين کارول په برازيل کي په تجربوي توګه پېل سوي دي. خو د نومبر په ۹مه دغه ازموينه ودرول سوه. د برازيل حکومت د دغه واکسين د ازمويښتي استعمال د درولو په استدلال کي وويل چي «د يوې جدي پيښي» د رامنځ ته کېدو له کبله يې دغه کار وکړ، خو نور جزئيات يې ورنه کړل. لانجه د يو کس د مړيني وروسته رامنځ ته سوه.
جونسون اېنډ جونسون
د جونسون اېنډ جونسون شرکت هم مجبور سو چي د اکتوبر په ۱۱مه نېټه خپلې ازموينې ودروي. دغه پرېکړه د هغه وروسته وسوه کله چي د واکسين ازمويلو له پاره ۶۰ زرو رضاکارانو ځانونه چمتو ښودلي ول، خو د بعضو وضعيت پکښي خراب سو. خو جونسون اېنډ جونسون ويلي چي د ازموينې درول يې هم د پلان او تحقيق برخه ده.
ايلي ليلي
دا هغه شرکت دی چي د ولسمشر دونلد ترمپ د ناروغۍ پر وخت يې ورته درمل ورکول سول. ترمپ هم د دغه درملو ډېره ستاينه کړې وه خو د ازموينو په دويم پړاو کي د دغه درمل جوړولو کارونه ودرول سول. اړونده امريکايي شرکت د پروسې د درولو په استدلال کي «د خونديتوب لاملونه» ياد کړل.
آکسفورډ استرا زينيکا
د دغه واکسين سره زياتي هيلي تړلي وې. په هند کي هم پر دغه واکسين څېړني وسوې. د ازمويني پر وخت يو رضاکار د بعضو تقريبي عوارضو څخه شکايت وکړ او له دې کبله دغه پروسه ودرول سوه.
بيونېک او فيزر
آلمانی شرکت بيونېک او د هغه امریکايي شريک شرکت فيزر وايي چي د کوويد ۱۹ ضد واکسينو د ازمويلو دريم پړاو يې په بريا پای ته رسولی دی او دا چي دغه واکسين ۹۰ فيصده مؤثره دی. په ټوليزه توګه ۴۳ زره رضاکارانو په دغه ازموينه کي برخه اخيستې وه. له ۲۸ ورځو وروسته د دغه واکسين لګوونکو کسانو څخه ۹۳ فيصده يې له کوويد ۱۹ څخه خوندي وپېژندل سول.
سپوتنيک
د روسيې واکسين سپوتنيک له اوله سره شخړيز وو خو کله چي د فيزر شرکت له خوا د بريا خبر ورکول سو، نو ولسمشر ولاديمير پوتين هم وويل چي سپوتنيک ۹۰ فيصده مؤثره دی. هغه وويل چي په روسيه کي جوړ کړل سوی واکسين د اعتبار وړ دی. ياد روسی واکسين په هند کي هم تر ازموينې لاندي دی.
اوس به څه کيږي؟
د کرونا ضد واکسين جوړولو په سيالي کي د نړۍ زيات شمير درمل جوړونکي شرکتونه بوخت دي. په دې ترڅ کي ټول ښکيل شرکتونه غواړي چي برياليتوب په لومړي ځل د دوی په برخه سي. خو د واکسين د مؤثريت او ټولو اړخونو په هکله د پوهېدلو له پاره څو کالونو وخت ته اړتيا وي. د بیونټېک او فيزر له خوا جوړ سوي واکسين په هکله لا هم تر اوسه ټول معلومات نه سته چي کوم جانبي عوارض لرلای سي.
له لابراتوار څخه دباندي
په اروپايي اتحاديه کي ويل کيږي چي ښايي د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ مياشتي څخه د انسانانو واکسين کول پېل سي. خو دا چي لومړی به دغه واکسين کومو کسانو ته ورکول کيږي په هکله يې د آلمان «اخلاقي کميسون» غونډي لرلې او خپل وړانديزونه يې وړاندي کړل. نور هيوادونه هم د دغې پوښتني له پاره په جواب موندلو بوخت دي.