چين د نړۍ په اقتصاد کي
د ایران او چین د ستراتیژیک تړون لاسلیک د ډيرو غبرګونونو لامل شو. په عين حال کې ايران په تېرو دوو لسيزو کې د چين د سترې پانګونې ډېره لږ برخه راجلب کړې ده. چین په کومو هيوادونو کې څومره پانگونه کړې ده؟
د امریکن ايترپرايز موسسې د معلوماتو له مخي چين په وروستيو ۱۵ کلونو کې د نړۍ په بېلابيلو هيوادونو کې ۲ تريليونه او ۱۰۰ ميليارده ډالره پانګونه کړې ده. له بډایه هیوادونو لکه سویس او متحده ایالاتو څخه نيولې تر افریقایي هیوادونو لکه کانګو پورې.
د چین په دې پانګونه کې د ایران ونډه یوازې ۲۶.۵۶ میلیارده ډالره وه، چې په هرو پنځو کلونو کې یې اندازه نه ده بدله شوې. يعني د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ بندیزونه په ایران کې د چين د پانګونې په لږښت یا ډېرښت کې ډېر اغېز نه لري. (عکس: د تهران – شمال لويې لارې په پروژه کې چینايي کارګران)
نړيوال اقتصادي بحران چې په ٢٠٠٨م کال کې پيل شو، د چين له پاره يو ښه فرصت و چې په ټوله نړۍ کې حتی په اروپا کې هم د لويو پورونو په ورکولو سره پل کښېږدي.
په ۲۰۱۳ کال کې چين د ورېښمو نوې لار په نامه خپل ستر پلان پيل کړ. دغه پروژه دوې مهمې موخې لري: په ارزانه خامو موادو او ارزانه انرژۍ سره د توليد زياتول او د خامو موادو لېږد او د سړکونو، بندرونو، هوايي ډګرونو او اورګاډي پټلۍ د پراخولو له لارې د چينايي توکو پلورل.
د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز (CSIS) په وینا، چین یوازې په شپږو کلونو کې (۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹) په ۳۴ هیوادونو کې د ریل پټلۍ په برخه کې شاوخوا ۶۲ ميلیارده ډالر پانګونه کړې ده. د چین فعال اقتصادي شتون هم د خپل سیاسي نفوذ د پراخولو په معنی دی. (عکس: د چین ولسمشر شي جین پینګ په ۲۰۱۴م کال کې د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره په کاراکاس کې)
په انګولا کې د بنګولا د بار وړونکي ریل ګاډي انځور. دا کرښه په لابیتو، انګولا کې پیل کیږي او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ټینک کې پای ته رسیږي. د اورګاډي پټلۍ د چین په پانګونې سره په انګولا کې بیا پیل شوه.
افریقا د چټک ښاري کیدو پر لور. کارپوهان حتی وايي چې څلورم صنعتي انقلاب په افریقا کې کیږي. په هر حال د دې بدلون له پاره کافي زیربنا نشته. چین او هند له دې خلا څخه کار اخلي. (عکس: چین د موزمبیق د کب نیولو په برخه کې پانګونه کوي)
د فوربس مجلې د ليکنو له مخې، چين د افريقا تر ټولو ستر سوداګريز ملګری دی چې د دواړو خواو ترمنځ کلنۍ سوداګري دوه سوه ميليارده ډالرو ته رسېږي. په دې توګه په افريقا کې څه دپاسه سل زره چينايي شرکتونه فعال دي. د جان هاپکنز پوهنتون د چين او افريقا سوداګرۍ د څېړنې څانګې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې له افريقا څخه چين ته تر ټولو زيات صادرات شوي دي.
د فوربس مجلې په وینا، افریقا د چین ۲۰ سلنه کتان چمتو کوي. افریقا هم په نړۍ کې د مګنیزیم نيماي زیرمې لري، کوم چې د فولادو په صنعت کې کارول کیږي او یوازې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د ټولې نړۍ نیمایي زیرمې لري. افریقا لاهم د کولتان د پام وړ زیرمې لري چې په الکترونيکي صنعت کې ورته اړتیا ده. چین دغو ټولو سرچینو ته اړتیا لري. (عکس: د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د کبالت کان)
ډان روفین یو هالنډی څیړونکی او د معمارۍ د MORE انستیتیوټ بنسټ ایښودونکی دی. هغه په افریقا کې د ښاري کیدو د پراختیا په ګدون په پراخه کچه لیکلي دي: "په افريقا کې تر درو پوړونو لوړه ودانولو پروژه نشته او تر درو کيلومترو اوږد سړک نشته چې د چينايانو په لاس کې نه وي." (عکس: چینايي او ځايي کارګر په یوګانډا کې د لویې لارې جوړولو په ورکشاپ کي)
خو په ايران کي به څه پيښ شي؟
د ایران او چین ترمنځ د ۲۵ کلن ستراتیژیک تړون جزیات نه دي خپاره شوي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې دغه تړون پنځه کاله وړاندې (۲۰۱۶) د چین د ولسمشر له خوا وړاندیز شوی و. د دغه تړون مسوده د ۱۹۹۹م کال د جولای مياشتي پر ۲۵ نېټه په بېجينګ کې لاسليک شوه. دوې اونۍ وروسته نیویارک ټایمز د ۱۸ مخيزي مسودې جزئیات خپاره کړل.
"تيل د پانگوني په بدل کي"
د «بلومبرګ» اقتصادي وېبپاڼې د راپور له مخې، چین به د دغه تړون په چوکاټ کې په ایران کې ۴۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي او په بدل کې به له ایران څخه په لوړه بیه او پرله پسې تېل اخلي. چین د افریقا په وچه کې هم ورته تګلاره تعقیب کړې ده. د بنسټيزو تاسيساتو د بيارغونې په بدل کې چين د خپلو اړتياوو يو پر دريمه برخه تېل له افريقايي هېوادونو څخه واردوي.
که د " ارزانه تېلو په برخه کې د پانګونې" موضوع سمه وي، بېجينګ به د ارزانه تېلو د بيو د توپير له لارې خپله يو څه پانګونه جبران کړي. د پانګوني بیرته ستنیدل د لګښتونو بله برخه هم چمتو کوي. په سیمه کې د چین د نفوذ پراخول هم کولای شي اقتصادي ګټې زیاتې کړي. له چین سره ۲۵ کلن تړون ایران ته څه ګټه رسوي او د ایران له پاره څومره اقتصادي ګټه لري؟