امريکا: د هند دفاعي وړتياو په پياوړي کولو کې مرسته کوو
۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعهد امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن د ادرې يوه لوړپوړي چارواکي د کانګرس غړيو ته وويل چې چين په هر ډګر کې هند په هماغه ډول پاروي، څرنګه چلند چې دغه هېواد له امريکا سره کوي. د دغه چارواکي په حواله له همدې کبله واشنګټن د هند د دفاعي وړتياو د لا ځواکمنو کولو په موخه په دې برخه کې خپل پرمختګ کړندي کولو ته ژمن دی.
د هند او چين اړیکي دمګړۍ له سختو مشکلاتو سره مخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتياوي موجودې دي. د لویديځ لداخ سيمې پر سر لانجې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ځواکونه له کابو تېر يو نيم کال راهېسې سره مخامخ دي. د ښکيلو اړخونو ترمنځ د مذاکراتو پر څو پړاونو سربیره هم ترنګلتيا کې د پام وړ کمښت نه ليدل کیږي.
د امريکا دريځ څه دی؟
د جنوبي آسيا له پاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دونالد لو د يوې فرعي کميټې غړيو ته د سيمو وضعيت په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل چې لکه څرنګه چې چین امریکا پاروي، په هماغه ډول چلند له هند سره هم کوي.
نوموړي زياته کړې: «دا چې چين پر سرحد د بريد کوونکې قطعې قوماندان د اولمپيک لوبو د مشال د ليږدولو له پاره غوره کړی دی، نو له دې همدې کبله هند په پيکنګ کې د اولمپيک لوبې تحريم کړي دي.»
په ۲۰۲۰م کال کې د مشرقي لداخ په ګلوان دره کې د رامنځته شويو نښتو له کبله ۲۰ هندي عسکر وژل شوي ول. چين هم په دې نښتو کې د خپلو يو شمیر عسکرو د وژل کیدو خبر تائيد کړی وو.
امريکا د چين دفاعي وړتياو ته وده ورکوي
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستيال دونالد لو دې کمټې ته دا هم وويل چې له دغه ډول ننګونو سره د مخ کيدو له پاره امريکا د هند دفاعي وړتياو پياوړي هلې ځلې کړندۍ کوي.
هغه وويل: «موږ په خپل منځني دفاعي مشارکت کې د پرمختګ د چټکولو او د چين له خوا د تیري د مخنيوي په موخه د هند د دفاعي صلاحيت پياوړي کولو ته ژمن يو. په دې ترڅ کې د مضبوطې سمندري همکارۍ او د استخباراتي معلوماتو د ښې تبادلې ترڅنګ فضايي او د سايبر سپيس په څېر نويو میدانونو کې مو هم له هند سره مرسته پراخه کړې ده.»
د کواډ غونډه او موخه یې
په ميلبورن کې د کواډ د بهرنیو چارو د وزیرانو د وروستۍ غونډې په يادولو سره نوموړي وویل چې دغه غونډه کې ټولو ګډونوالو له هند څخه د ملاتړ ژمنه کړې وه.
کواډ د امريکا، هند، استرليا او جاپان يوه ډله ده چې په سيمه کې د چين د مخ پر زياتيدونکي نفوذ د مخنيوي او د آزاد هند پاسيفيک د ګډ ليد د مخکې وړلو له پاره جوړه شوې ده.
پرون پنجشنبه (د ۲۰۲۲ کال د مارچ درېيمه) هم د کواډ يوه انلاين غونډه ترسر شوه چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن او د هند، جاپان او استرليا لومړيو وزیرانو پکې ګډون درلود.
د امريکا د بهرنيو چارو مرستیال د غونډې په ترڅ کې د سناتور تيت کروز هغه تورونه رد کړل چې ګڼې د جو بايدن ادارې په کواډ کې له چين سره د مقابلې لومړيتوب راکم کړی دی.
کروز زياته کړه: «کواډ په سمندرونو کې د همکارۍ او پر امنيت هم په ګډه کار کوي. د سمندري حوزو په اړه له يو بل سره د معلوماتو په شريکولو اخته يو، د غير قانوني کب نیونې پر ضد مبارزه کوو او د څلورو هېوادونو په کلنيو ګدو تمریناتو کې پيچلي او ستره سمندري تمرينونه هم شامل دي.»
ب. ص/ ا.ا (آژانسونه/ دويچه ویله اردو)