خدای نور ناصر
۱۴۰۳ دی ۷, جمعهد چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي راهداري پروژه د ناامنۍ له امله متاثره شوې او په هغه هیواد کې روان کال تراوسه اووه چينايي وګړي په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي. ناامني چې اوسمهال د یادې پروژې لپاره تر ټولو لوی خنډ دی، خو ځينې کارپوهان بیا وايي، دغه پروژه بشپړه ناکامه شوې نه ده، ځکه چې دا یوه اوږدمهاله پروژه ده. ددې پروژې په هکله تازه جزييات او اندېښنې د خدای نور ناصر په دې رپوټکې ګورو.