1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ماشومانو آنلاين جنسي ازار نور هم زيات سوی دی»

۱۳۹۹ دی ۹, سه‌شنبه

د اروپايي اتحاديې د جرمونو ضد آژانس رئيس وايي چي په اروپا کي د کرونا له کبله محدوديتونو (لاک ډاون) پر وخت مجرمين هم زيات وخت پر انټرنټ تېروي. په دې ترڅ کي د ماشوم زهيرونې پيښي هم زياتي سوي.

https://p.dw.com/p/3nJSB
Symbolbild Online Mobbing Missbrauch Frauen Mädchen
انځور: Antonio Guillem/Imago Images

کاترين دې بولې په آنلاين نړۍ کي د ماشومانو د جنسي ازار روان وضعيت «دوامداره ګواښ» بللی دی. د يورو پول دغې مشري د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۲۸مه) د دغې ادارې د راپور د وړاندي کولو پر وخت وويل چي په آنلاين توګه د ماشومانو ازار د کرونا پاندمي د لاک ډاون پر وخت لا زيات سوی دی.

دې بولې د آلمان د رسنيو يوې ډلې «فونکه مېډين» ته ويلي دي چي ياد وضعيت «په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دی» ځکه چي دا ډول مواد چي پکښي د ماشومانو جنسي ازار او زهيرونه انځور سوې وي، د کرونا پاندمي څخه د تر مخه وخت په پرتله ډېر سوي دي. هغې ويلي: «موږ مخ پر وړاندي په ښکاره توګه د آنلاين جنسي ازار د زياتېدو شاهدان يوو. دا يو دوامداره ګواښ دی.»

د يورو پول رئيسي زياته کړې ده چي د لاک ډاون پر وخت زيات ماشومان پر کور پاته دي او په کور کي تر پخوا زيات و انټرنټ ته لاس رسی لري. د هغې په وينا د انټرنټ د کارولو پر وخت زيات ماشومان د والدينو اړين مراقبت او رهنمايي نه لري.

يورو پول چي مرکزي دفتر يې د هالنډ په دنهاګ ښار کي دی، د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو سره د ترهګرۍ، سايبري جرايمو او نورو جدي منظمو جرايمو په مخنيوي کي کومک کوي.

په آلمان کي تلاښۍ او نيونې

د دسمبر مياشتي په پېل کي د آلمان په نارد راين وېستفالن ايالت کي د ماشومانو د جنسي ازار د قضيو په تړاو پوليسو ډېري تلاښۍ کړي. په دغو تلاښيو او چاپو کي ځيني داسي کسان ونيول سول چي يا خو يې د ماشومانو د جنسي ازار انځورونه او ويډيوګانې پر انټرنټ خپرولې او يا يې له ځان سره ساتلې.

څارنوالانو په ټوليزه توګه په يادو چاپو کي ۵۶ شکمن کسان ونيول. له هغوی څخه ۳۳۰ د کمپيوتري معلوماتو ځېرمه کوونکې آلې لکه هارډ ډسکونه او نور وسايل هم د ثبوت په توګه ضبط کړل سول.

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل په اکتوبر مياشت د کابينې په غونډه کي د ماشومانو د جنسي ازار کوونکو مجرمينو له پاره د لا سختو سزاوو وړانديز وکړ. هغې وړانديز وکړ چي په جنسي توګه پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو سزا دي ۱۵ کلونو بند ته جګه کړل سي.

آ./ا.ا./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب