1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په مشرتابه کي بدلون: آیا روټه به یو نوی عصر پیل کړي؟

۱۴۰۳ مهر ۱۰, سه‌شنبه

د ناټو د یوه نوي سر منشي د ټاکلو له پاره لټون تر هغه زیات دوام وکړ، لکه څنگه چي یې تمه کیدله. دا دی اوس نوموړې دنده داسي یو څوک پرغاړه اخلي چي په تیرو وختونو کي یې تل بشپړ ډیپلوماټیک عمل نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/4lIDX
Staffelübergabe im NATO-Hauptquartier in Brüssel: Mark Rutte (links) als neuer, Jens Stoltenberg als scheidender GeneralsekretärBild:
کیڼ خواته مارک روټه د ناټو نوی سرمنشي انځور: Harry Nakos/AP/picture alliance

د هالنډ پخوانی صدراعظم مارک روټه د ناټو نوی سرمنشي سو. نوموړي ۵۷ کلن د سه شنبه په ورځ ( ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر اوله) د بروکسل په مرکزي دفتر کي له ینس ستولتنبیرگ څخه دغه دنده پرغاړه واخیسته. روټه وویل چي هغه هوډ لري چی ناټو د «راتلونکو ننگونو له پاره چمتو کړي.» د هغه له پاره دروسیې  د یرغلیزې جگړې پر وړاندي د اوکراین ملاتړ لومړیتوب لري.

روټه ټینگار وکړ چي په راتلونکو څلورو کلونو کي، اوکراین د نوموړي د دندو په لیست کي «تر ټولو لوړ ځای»لري. هغه همدارنگه د قوي ډله ایزې دفاع او مخنیوي، لا ډیرو دفاعي لگښتونو او د لیري ختیځ په گډون له دریمو هیوادونو سره د لاډیرې ملگرتیا په هکله هم اندیښمن دی.

د اوکراین  ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، روټه ته د خپلي نوې دندي له امله مبارکي ورکړه. هغه ټینگار وکړ چي اوکراین به په ناټو کي د بشپړ غړیتوب له پاره خپلي لارې ته ادامه ورکړي. یوازي په گډه سره د «سوله ایزې، باثباته او خوندي اروپا» تضمین کیدای سي.

۶۵ کلن ینس ستولتنبیرگ لس کاله د نړۍ د تر ټولو پیاوړي دفاعي اتحاد په مشرتابه کی وو. آیا تر نوي مشرتابه لاندي به په دغه ائتلاف کي کوم بدلون راسي؟ خو په ځینو ټکو کي هغه نه سي رد کیدلای.

ناټو او د اوکراین جگړه

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ او یا هم د هنگري د صدراعظم ویکتور اوربان برعکس، ستولتنبیرگ په تیرو دوو کلونو کي د هغو سیاستوالو په ډله کي وو چي په دوامداره توگه به یې د اوکراین د ستر احتمالي ملاتړ له پاره د لویدیځ د تسلیحاتي سیستمونو غوښتنه کوله. په دې ډول هغه خپل نظر څرگند کړ چی په اوسنیو شرایطو کي د شک او تردید په صورت کي به دا ښه وي چي له اوکراین سره مرسته وسي تر څو د اتحاد د هدفونو پوره کولو له پاره وسلې او مهمات برابر سي. ستولتنبرگ همدارنگه د اوکراین په پلوي په ناټو کي د هغه د مشخص غړیتوب له پاره هم ورته دلیل راووړ. 

آیا روټه به دغې تگلاري ته ادامه ورکړي؟

اوکراین کولای سي هغه ته امیدواره سي. دغه هالنډی د ۲۰۱۴ کال په دوبي کي د MH-17 له ناورین څخه اغیزمن سوی دی. په هغه وخت کي یوه روسي توغندي پر ختیځ اوکراین باندي د مسافرو یوه الوتکه راوغورځوله. د قربانیانو په ډله کي څه ناڅه ۲۰۰ هالنډیان شامل ول. روټه په دا وروستیو کي څو واره دا خبره روښانه کړه چي اوکراين پرته له کوم محدوديت څخه د لوېديځ تسليحاتي سيستم د روسيې پرضد وکارول سي.

په دې ډول هغه په هالنډ کي د خپل لومړي وزارت پر مهال هم دا پریکړه وکړه چي F-16 ډوله هالنډۍ جنگي الوتکې د اوکراین په واک کي ورکړي. د پیاوړي اقتصاد په نظر کي نیولو سره د هغه تر مشرتابه لاندي هالنډ هم په هغو هیوادونو کي راتلی چي د اوکراین پیاوړی پوځي ملاتړ کړی دی.

ناټو او دونالد ترمپ

د روټه له پاره به یو ځانگړی چلنج داوي چي په نوومبر کي د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کی دونالدترمپ  یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته ننوزي. د جمهوریت غوښتونکو  څرگندونو په تیرو وختونو کي داسي شکونه راپیدا کړل چي، ایا د هغه تر مشرتابه لاندي به امریکا متحده ایالات د مرستو چمتو کولو ته په بشپړ ډول ژمن وي او که څنگه.

ترمپ   له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پوري د خپلي ولسشمرۍ د دورې پر وخت هم د هغه په نظر د اروپايي متحدینو له خوا د لږو دفاعي لگښتونو څخه شکایت کړی وو او حتی ځیني وختونه یې له نوموړي اتحاد څخه د امریکا متحده ایالاتو په وتلو گواښ کړی وو.

ناټو او پیسې

که ترمپ وټاکل سي او که نه، د روټه له پاره به مهمه موضوع له اروپايي متحدینو څخه د لوړو دفاعي لگښتونو غوښتنه وي.

په دې مسئله کي پر روټه باندي لږ باور کیږي. د هغه د لومړي وزارت پرمهال، په هالنډ کي په ۲۰۱۸ م کال کي لا د دفاعي چارو له پاره د هیواد له ناخالص تولید څخه یوازي ۱،۲ سلنه بودجه صادره سوې وه. یوازي سږکال کیدای سي د ناټو په اصطلاح ۲ سلنه هدف څه ناڅه ترلاسه سي.

د ستولتنبیرگ د دندې پر مهال د ناټو هیوادونو دفاعي لگښتونه په ښکاره ډول زیات سول. خو په پانگه اچونه کي ریښتینی زیاتوالی د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کي پر اوکراین باندي د روسیې د یرغلیزي جگړې له پیل وروسته راغی، او ستولتنبیرگ په خپلې وروستۍ وینا کي دا څرگنده کړه چي د هغه په نظر د داخلي ناخالص تولید دوه سلنه به د یوې ډاډمنې دفاع د تأمینولو له پاره کفایت و نه کړي.  

ناټو او نوره نړۍ

د ستولتنبیرگ د دندې پر مهال یوه تر ټولو ترخه شیبه له افغانستانه د امریکا متحده ایالاتو له خوا په جبري توگه د ناټو  د ځواکونو وتل ول چي واک ته د طالبانو په بیرته رسیدو سره پای ته ورسیدل.

روټه به نور له دغې موضوع سره ځان مصروف نه کړي، خو په عین حال کي به د امریکا فشار نور هم زیات سي، تر څو دغه اتحاد په ښکاره ډول تر پخوا لا زیات د چین د ممکنه گواښونو پر وړاندي نور هم قوي ودریږي.

د روټه له پاره به هغه د تعادل یو ستونزمن عمل وي. د فرانسې او آلمان په څیر اروپايي متحدین بیا د چین د پالیسۍ په هکله د امریکا متحده ایالاتو تگلاري ته په انتقادي سترگه گوري. 

د ستولتبیرگ نوې دنده

ستولتنبیرگ به له خپلي دندې څخه تر ایسته کیدو وروسته په یوه نوي نقش کي بیا هم پر امنیتي مسائلو نړیوال اغیز ولري. د رسنیو د رپوټونو له مخي به هغه په راتلونکو کلونو کي د مونشن د امنیتي کنفرانس د مشر کرستوف هویسگن دنده پرغاړه واخلي.

د آلماني رسنیو له خوا په دې هکله رپوټونه د ډیریو سرچینو له خوا تائيد سوي دي. د مونشن امنیتي کنفرانس په ۱۹۶۳م کال کي له خپل تأسیس راهیسي د امنیتي پالیسۍ په برخه کي په یو له مهمو نړیوالو فورمونو باندي اوښتی دی.

GP/NZ/DW:Online