امريکايي ځواکونو «په تېروتنه» کې خپله جنګي الوتکه ويشتلې ده
۱۴۰۳ دی ۲, یکشنبهد سره سمندرګي په ساحه کې د یکشنبې سهار (د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۲۲مه) د امريکا د متحده ايالاتو يوه جنګي الوتکه ويشتل شوې ده. الوتکه پخپله د امريکايي پوځ لخوا ويشتل شوې. په دغه الوتکه کې سپاره د امريکا د متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو دوه پيلوټان ژغورل شوي دي. د نژدې ختيځ لپاره د امريکا د متحده ايالاتو مرکزي قومندانۍ (Centcom) څرګنده کړې ده چې د لومړنیو ارزونو له مخې دواړه پیلوټان «سطحي ژوبل» شوي دي.
سينټکام زياته کړې ده: "دا پېښه د دښمن له خوا د ډزو پایله نه وه او یوه بشپړه څېړنه روانه ده."
ویل شوي چې د "USS Gettysburg" توغندیز کروز بېړۍ د "F/A-18" جنګي د دغې الوتکې پر ضد "په تېروتنه" ډزې کړي دي. دغه جنګي الوتکه د "USS Harry S. Truman" الوتکو وړونکي بېړۍ د امریکا د سمندري پیلوټانو له خوا چلېده چې د ويشتل کېدنې هدف وګرځېده.
د وروستیو میاشتو په جریان کې د امریکایي ځواکونو بیا بیا د حوثیانو پر هدفونو بریدونه کړي چې د هغوی وړتیا چې د سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر سوداګریزو بېړیو برید وکړي، محدوده کړي.
امریکايي ځواکونو د حوثي یاغیانو پر اهدافو حملې کړي
د شنبې په ورځ امریکایي پوځ په یمن کې د صنعا ښار پر هغو سیمو بریدونه کړي چې د حوثي ملېشې تر کنټرول لاندې وې. دا بریدونه له هغې لږ وروسته شوي چې د حوثیانو ملېشې د اسراییلو په تل ابیب ښار کې په یوه توغندیز برید کې څو کسان ټپیان کړل.
حوثي ملېشه، لکه د لبنان حزبالله، د ایران په مشرۍ د مقاومت د محور برخه ده چې د اسراییلو په وړاندې یوځای شوې ده. دې محور کې د غزې په تړانګه کې د حماس اسلامي فلسطیني تنظیم هم شامل دی، داسې وسلواله ډله چې امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کړې ده.
حوثي مليشې چې د کلونو راهیسې د یمن زیاتره برخې کنټرولوي، د غزې د جګړې له پیل راهیسې چې د حماس د برید له امله رامنځته شوې، په بیا بیا په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر بېړیو بریدونه کړي دي. د دوی په وینا، دا بریدونه "د فلسطینیانو سره د یووالي" په خاطر ترسره شوي دي.