1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو لرغونی هنري اثر موندل شوی

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

لرغون پوهانو تاييد کړې ده چې د خنځير يو انځور چې د اندونيزيا د سولاوېسي ټاپو په يوه سمڅه کې وموندل شو، څه باندې ۴۵ زره او ۵۰۰ کاله قدامت لري.

https://p.dw.com/p/3ny4E
Indonesien l Höhlenmalerei in Sulawesi
انځور: Maxime Aubert/Griffith University/AFP

د يوه اصلي وحشي خنځير په اندازه د تاريخ مخکې دورې پورې مربوط د يو انځور قدامت لږ تر لږه ۴۵۵۰۰ کاله اټکل شوی دی. دغه خبره کارپوهانو د «ساينس اډوانسس» مجلې په يوه مقاله کې د چهارشنبې په ورځ کړې ده.

په اندونيزيا کې د دوکتورا د دورې يوه محصل، بصران برهان، دغه انځور موندلی دی. آدم بروم چې د ګريفيت پوهنتون د انسانانو د پرمختګ د يوه آستراليايي څېړنيز مرکز کارکوونکی دی، د دغه انځور په هکله وويل:‌ «د سولاوېسي دغه خنځير چې د لېانګ تېدونګنه په نوم د کلسيم ډبرو په يوه سمڅه کې مو موندلی دی، زموږ د معلوماتو له مخې د نړۍ تر ټولو پخوانی ترسيم شوی دقيق هنري اثر دی.»

د نړۍ تر ټولو لرغونی د سمڅې انځور

د خنځير يا سرکوزي دغه انځور ۱۳۶ سانتي متره اوږد او ۵۴ سانتي متره جګ دی. د خنځير تر شا د لاس شکلونه هم راغلي دي چې مقابل طرف ته ورته دوه نور خنځيران هم رسم شوي دي‌ چې نور سم نه ليدل کيږي.

څېړونکي اټکل کوي چې انځورګرانو يې خپل لاسونه د سمڅې پر ډبرينې سطحې ايښي ول او بيا يې دپاسه ورباندې رنګي مواد وپاشل.

د څېړونکو هيله دا ده چې د انسانانو د ډي ان ای يا ارثي موادو پاتې شوي به پکې موجود وي څو د هغه وخت د انسانانو په هکله نوي معلومات په لاس ورشي.

ماناسي ګوپالاکريشنان/ن ص/ن ز