په آلمان کي د الکترونيکي موټرو نندارتون
د آلمان په مونشن ښار کي د يو لرغونې نندارتون دروازې د مینه والو پر مخ پرانیستل شوې. د موټرو په برخه کې نوې لاس ته راوړنې په دې انځوريز راپور کي کتلې شئ.
راتلونکي ته ښه راغلاست
مونشن ښار په لومړي ځل د نړۍ د ډير لرغوني نندارتون کوربه دی. دغه نندارتون چې د سپتمبر پر ۸ پيل شوی د همدې مياشتي تر ۱۲ ڼېټې پوري به د ننداره کوونکو پر مخ پرانيستی وي. په عکس کي "Concept" مرسدس بنز "Vision Avtr")
د انګیلا ميرکل ګډون
دغه نندارتون د صدراعظمې انګلا ميرکل په حضور کې په رسمې ډول پرانيستل شو. د نړۍ د موټر جوړونې صنعت په کابو ۷۰۰ غرفو کې خپلې لاس ته راوړنې نندارې ته وړاندې کوي. ميرکل د نندارتون پرانيستنې په وينا کي وويل: «د انتقال او ليږد صنایع باید د ګلخانه يې ګازونو په کمولو او د صفر تر کچي په راټييتولو کي مخکې ولاړ شي.
د موټرو صنعت پر وړاندې اعتراض
په مونشن کي د موټرو د نړيوال نندراتون له پيل سره سم د چاپريال ساتنې فعالانو اعتراضونه وکړل. هغوی په خپلو لاسونو کي داسي تختې ليږدولي چې پرې لیکل شوي وو «اقليمي بحران له همدې ځاي پيل کيږې.» دوی په تولید شويو موټرو کې د فوسیلي سون توکو ته چې د هوا بدلون او ککړتيا کې ستر اغیز لري، ګوته نيوله.
ریسکايل شوي موټر
BMW د موټرو په دغه نړیوال نندراتون کي د "Circular" موټر وړاندې کړ چې الکترونیکی دی او ټول مواد يې له استعمال شویو او طبعي توکو څخه اخيستل شوی دي.
د مرسدس EQS نندارې ته وړاندی شو
د مرسدس بنر "EQS" ماډل نندارې ته وړاندي شو. دغه ليموزين په ۴ متره او ۹۵ سانتي متره اوږدوالي سره د ۱۱۰ زره يورو په ارزښت چې په ۱۵ دقيقو کې د۲۵۰ کيلومتره مسافه وهلو له پاره بطرۍ چارچ کوي او د بطرۍ په پوره چارچ تر ۶۶۰ کيلومتره مسافه وهلای شي.
فولکس واگن د منځني قشر له پاره
د آلمان فولکس واګون خپل بريښناي ډولونه زياتې کړي دي. د " ID.Life" ډول له ۲۰۲۵م کال څخه د ۲۰ زره ایرو په قيمت سره بازار ته وړاندې کيږې او د بطرې چارچ يې ۴۰۰ کيلومتره واټن وهلای شي.
د چينايي موټرو ډير حضور
د چينايي موټر جوړونکو حضور د مونشن په نندارتون کي هم ډير د پام وړ دی.
د «رنو ۵» خوښونکو له پاره زيری
د فرانسې د رنو موټر جوړونکې به په راتلونکو کلونو کي اوه ډوله برېښنا يې موټرونه بازار ته وړاندې کړي. يو له دغه ماډلونو څخه رنو۵ د ۱۹۷۲م کال ماډل دی، چې دا ځل به برېښنايي وي.
فورد موستنگ ماخ E
د امريکايي موټرو په بريښناي موټرو کې هم چټکوالی راغلی دی. د "فورد موستنگ ماخ E" ليموزين ډول د بطرۍ په پوره چارچ سره تر ۵۰۰ کیلومتره واټن وهلای شي. دغه موټر د انګلا ميرکل پام ځان ته واړاوه.
استارت نوی سمارت
په ۲۰۰۵م کال کې سمارت يوه غوره بېلګه وړاندې کړه چې تولید ته ونه رسیدله. د "smart Concept #1" مودل لومړنۍ بېلګه ده چې په ۲۰۲۲م کال کي بازار ته وړاندې کیږې. مرسدس بنز د سمارت دغه تولید له پاره د چين Geely" موټر جوړوني سره یوه توافقنامه امضا کړې ده.
بې چلوونکي موټر
د موټرو د توليد په صنعت کي د بې چلوونکي موټرو پر سيستم کي لا هم زياتوالي راځی او له مخکي لا بشپړیږي. هيونډا شرکت د مونشن په نندارتون کی ڼکسی موټر چې بې چلوونکي هم تلای شي، نندارې ته وړاندې کړ.
ښارې موټر
"سیتی ترانسفورمر" (City Transformer) د سترو ښارونو له پاره: ۷۵ سلنه سپما د موټرو په پارک کولو کي چې په درو ثانيو کي له صفر څخه تر۵۰ کيلومتره په ساعت کي او په ۳۰ دقيقو کي تر ۸۰ سلنه يې بطرۍ چارچ کيږې. هر چارچ يې د ۱۸۰ کيلو متره له پاره کفایت کوي.
د موټرو نندارتون کې بايسکل؟
د مونشن نندارتون دوه سالونه بایسکلونو ته ځانګړي شوي دي. د بايسکلونو جوړونکي ۵۰ شرکتونه په دي نندارتون کي ګډون لري. د نندارتون جوړونکي په چاپيريال ساتنه کي د بايسکلونو ارزښت مهم ګڼي او په ښاري ژوند کي پري ټينګار کوي.