افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې هڅې
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۵, جمعهد طالبانو د عامې روغتیا وزیر ایران ته تللی او هلته یې د هغه هيواد له چارواکو سره د سرطان پر تشخیص او درملنه په برخه کي خبرې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي دي: «د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران هيواد د رئيس جمهور مرستیالې انیسه خزعلی سره ولیدل، په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختيا په خاصه توګه د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د سرطان د تشخيص او درملنې په برخه کې د همکارۍ او په روغتيايي سکتور کې د تجربو شریکولو په اړه بحث وشو.»
دا هڅې داسې مهال دي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي محمد نبي تېره میاشت اعلان کړی چې په افغانستان کې د سرطان ناروغی د تشخیص او درملنې له پاره د یوه ځانګړي روغتون جوړولو پلان لري.
اړوند مطالب:په افغانستان کې هرکال ۲۰زره کسان په سرطان اخته کیږي
په افغانستان کې نه یواځې د سرطان د درملنې او تشخیص له پاره کافي امکانات نشته، بلکې تر سرطان په ټیټه کچه هم د ځنیو ناروغیو درملنه هلته ناشونې ده. له همدې آمله ډېر افغانان بهرنیو او په ځانګړي توګه ګاونډیو هيوادونو ته د درملنې له پاره ځي.
تازه شمېرې نشته خو شاوخوا پنځه کاله وړاندې د یوه آټکل له مخې، افغانان هرکال شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهر کې په خپله درملنه لګوي.
زموږ له آرشيف څخه: