په بريتانيا کي د کرونا محدوديتونو د لغوه کولو له پاره خوشالي
په بريتانیا کې ټول محدودیتونه لغوه شول. په دغه هيواد کې په کرونا د اخته کسانو شمير د ډيريدو په حال کې دی او کابو ۶۸ سلنه نفوس د کرونا پر وړاندې واکسين شوی دی. د محدوديتونو لغوه کيدل ځوانانو په جشن سره و لمانځل.
په بريتانیا کې د کروتا پاندیمي په اړه محدودیتونه د دوشنبې په ورځ د (جولاي ۱۹ مه) لغوه شول. اوس خلک کولي شی هر څومره شمير چې وي له يو بل سره لیده کاته وکړي. ټول عامه تاسیسات پرانيستې دي او ځوانانو خپله خوشالي دا ډول ولمانځله.
د شپې کلپونو دروازې پر دولسو بجو د ځوانانو د شوراو خوښۍ په ولولو کي پرانيستل شوې.
په بريتانیا کي د شپې کلپونو او دیسکوګانو ته د ننوتلو له پاره په زرونو ځوانان په کتارونو کې ودريدل.
په دغه ورځ د بريتانيا لومړي وزیر پر خپل ټويټر په يوه خپره کړې ویدیو کي وويل: اوس د کرونا محددويتونو د لغوه کولو له پاره صحيح وخت دی. بوريس جانسون خبردارې ورکړ: «موږ باید دغه کار په احتیاط سره ترسره کړو. له ياده بايد و نه باسو چې دا ويروس دی او د اخته کسانو شمير مخ پر زياتیدو دی. ممکنه ده چې له حده زيات د دلتا بڼي د پراخيدلو شاهدان و اوسو.»
د اپوزيسیون کارګر ګوند څخه جاناتان اشورت د دولت پریکړه د اجباري ماسک لغوه کول او کار ځای ته راګرزیدل بې مسوليتي بولي.
د محدودیتونو لغوه کيدل په داسي حال کي ترسره کیږې چې په بريتانیا کي ۶۸ سلنه اتباع د کرونا پر وړاندې واکسین شوی دي.
د کرونا ویروس دلتا بڼه تر نورو بڼو ډېره ساري ده.
اوس په بريتانيا کي په کرونا د اخته کسانو شمیر په ورځ کي کابو ۵۰ زره دی. د دې احتمال شته چې د محدوديتونو په لغوه کيدلو سره به د اخته کسانو شمېر لوړ شي. خو د واکسیناسیون له پراخيدلو سره په روغتونونو کې د سختو ناروغو کسانو شمير کم شوی دی.
په بریتانیا کي د ۱۶ مياشتو محدوديتونو لغوه کول او د رستورانتونو او نڅا کلپونو بیا پرانیستلو په پار د خلکو هرکلی.
د کرونا محدودیتونو په رسمي لغوه کيدلو سره د بریتانيا ولیعهد شاهزاده چارلز له خپلې ميرمن کامیلا سره د دوشنبې په ورځ د (جولای ۱۹ مه) د اکستر په ښار کي له کلیسا څخه چې په ۱۰۵۰م کال کې ودانه شوي ليدنه وکړه. هيڅ کوم کس په دغه مراسمو کي ماسک نه درلود او ټولنيز واټن هم نه مراعات کيده.