1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

جو بایدن خپل زوی هنتر بایدن ته عفو کړې

بريښنا صابر | رويترز، اسوشيتد پريس
۱۴۰۳ آذر ۱۲, دوشنبه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، خپل زوی هنتر بایدن، چې د وسلو او له مالياتو د تیښتې د تورونو له کبله محکوم شوی دی، بخښلی دی. بایدن، تر دې مخکې ويلي ول چې د خپل زوی په هکله به له دې اختياراتو څخه استفاده ونه کړي.

https://p.dw.com/p/4nemB
ولسمشر جو بایدن او زوی یې هنتر بايدن
جو بایدن، خپل زوی هنتر بایدن، چې د وسلو او له مالياتو د تیښتې د تورونو له کبله محکوم شوی دی، بخښلی دی.انځور: Craig Hudson/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایدن له لوري دا عفو به د دې باعث شي چې هنتر بایدن، د وسلو درلودو او مالياتي مسائلو په تورونو کې د محکومیدو په دليل له احتمالي زنداني کيدو څخه وژغورل شي. د بایدن، دا ګام د هنتر بایدن د مجازات کيدو تر اعلان دقيقاً څو اونۍ مخکې پورته شوی دی. هنتر بایدن، تر دې دمخه د وسلو درلودو په يوه دوسيه کې مجرم وپيژندل شو او د مالیې په تړاو دوسيه کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی وو.

هنتر بایدن، ويلي ول: «زه د اعتياد په تورو شپو کې پر شويو خپلو تیروتنو اعتراف کوم او مسئوليت یې پر غاړه اخلم.» هغه ویلي ول چې د هغه دا تېرونې په سياسي توګه کارول شوي څو هغه او کورنۍ یې په علني توګه تحقير او وشرمول شي.

بايدن څه وويل؟

جو بايدن، په جزا د هغه د زوی محکومېدل يوه قضايي ناکامي بللې. نوموړي د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل: «هر معقول کس چې د هنتر بايدن د قضيې حقایقو ته نظر اچوي، پر دې پرته بلې کومې نتيجې ته نه شي رسېدلی چې هنتر يوازې په دې دليل چې زما زوی دی د پام وړ ګرځېدلی دی او دا يوه تېروتنه ده.»

هنتر بایدن، په لومړي ځل د ۲۰۲۰م کال په دسمبر میاشت کې يعنې د ولسمشر په توګه د بايدن، تر ټاکل کیدو وروسته يوازې يوه میاشت وروسته دا خبره په ډاګه کړې وه چې له فدرالي څېړنو سره مخامخ دی. 

ولسمشر بایدن، واضح کړه چې دا تورونه «تر هغه وروسته مطرح شول چې په کانګرس کې زما يو شمير سیاسي مخالفينو، پر ما او زما د ټاکل کیدو پر ضد دغه تورونه تحريک کړل.»

بایدن، وويل چې د زوی د بخښل کيدو پريکړه یې د خپلې کورنۍ سره په ماسوچوست کې د شکرګزارۍ د رخصتيو تیرولو پر وخت کړې ده.

جو بایدن، وويل: «داسې هڅې شوي دي چې هنتر بایدن، مات کړل شي چې پنځه نيم کاله کيږي [له اعتياده] پاک دی، حتی په بې رحمه حملو او ټاکل شوې قضايي تعقيب سره. هغوی د هنتر، د ماتولو د هڅې په ترڅ کې هڅه وکړه چې ما مات کړي، هیڅ دليل نشته چې باور وکړو چې دلته به متوقف شي. نور بس دی.»

بخښنه له مخکنۍ ژمنې څخه سرغړونه ده

بایدن، په داسې حال کې چې له سپينې ماڼۍ څخه وتلو ته چمتووالی نيسي او د دونالد ترمپ، د لوړې مراسم د جنورۍ میاشتې د ۲۰نيټې له پاره پلان شوي دي، د ريئس جمهور په توګه یې له خپل واک څخه فوق العاده کار اخيستی دی او خپل زوی یې بخښلی دی.

د ولسمشر دا تازه ګام د هغه له مخکنيو مکلفيتونو سره په ټکر دي چې ويلي یې ول له واک څخه به د خپلې کورنۍ په ګټه استفاده ونه کړي. 

بایدن، د «اې بي سي» رسنۍ سره په جون مياشت کې په يوه مرکه د هنتر، بخښل رد کړي ول. د سپينې ماڼۍ وياندې کارين ژان – پيري، د روان کال د نوامبر پر اتمه نیټه پر دې موضوع ټينګار وکړ او ویې ويل: «زه په څو ځلي په دې اړه پوښتل شوې يم. زما ځواب ثابت دی يعني نه.»

جمهوري غوښتونکي غوسه دي

د خپل زوی د بخښلو په هکله د بایدن، پرېکړې جمهوري غوښتونکي په غوسه کړي دي. دونالد ترمپ چې د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه د امريکا ټاکل شوی ولسمشر دی، د بایدن پريکړه یې له واک څخه «ناوړه ګټه پورته کول او له انصاف څخه سرغړونه» وبلله. ترمپ، پخپله هم له يو شمير جنايي دوسیو سره مخامخ وو چې په ټاکنو کې تر بريا وروسته هغه ځنډول شوي دي.

ترمپ، د «سوشيال تروت» په پلېت فارم کې هغو کسانو ته په اشارې سره چې د ۲۰۲۱م د جنورۍ پر ۶مه نيټه د کانګرس پر ودانۍ د هجوم ور وړو له کبله زنداني شوي دي، وويل: «آيا د بایدن له لوري د هنتر بخښل د جنورۍ د ۶مې نیټې پر نیول شويو هم صدق کوي چې د څو کلونو له پاره زنداني شوي دي.»

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو يو شمير استازو د ټولنیزو رسنيو له لارې خپله غوسه څرګنده کړې ده.

د امريکا متحده ایالاتو د کانګرس يوه استازي مارجري تیلور ګرين، د ايکس له لارې ويلي: «جو بايدن، يو دروغجن او ريا کوونکی کس دی، له سره تر پایه پورې.»

حتی د بایدن د خپل ديموکرات ګوند د ځينو استازو له لوري هم په دې هکله انتقادونه شوي دي.

د ديموکرات ګوند يوه غړي او د کلورادو والي جرد پولس، وويل: «که څه هم چې د يوه پلار په توګه مطمئناً د خپل زوی د بخښلو د ولسمشر جو بایدن، تمايل درک کوم خو له دې کبله چې پر هېواد یې خپلې کورنۍ ته لومړيتوب ورکړی دی، نا اميده شوی يم.» 

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې دا بخښل به «بده سابقه رامنځته کړي چې کيدای شي له راتلونکو ولسمشرانو له لوري ترې ناوړه ګټه پورته شي او له بده مرغه به یې شهرت ته زیان ورسوي.»

زموږ له آرشيف څخه:

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber