بایدن د ۳۷ کسانو د اعدام حکمونه عمري قید سزا ته بدل کړل
۱۴۰۳ دی ۴, سهشنبهسپينې ماڼۍ د ۳۷ کسانو نوملړ خپور کړی چې اوس وخت د امریکا د فدرال قانون له مخې د مرګ پر سزا محکوم شوي دي.
بایډن چې په دوامدره توګه له اعدام سره ښکاره مخالف پاتې شوی، وویل: «تېروتنه ونه کړئ. زه دغه قاتلان محکوموم، د دوی د نفرته ډکو کړنو قربانیانو ته خپه یم او د ټولو کورنیو له پاره چې د نه تصور او نه جبران زیانونه ېې زغملي، دردمند یم.»
بایدن زیاته کړه: «زه د بل هر وخت په پرتله ډېر په دې باور یم چې موږ باید د اعدام سزا د فدرال په سطحه ودروو.»
په امریکا کې د بایدن تر ملاتړ لاندې د اعدامونو د توقف قانوني مهلت د ۲۰۲۱م کال جولای راهیسې پر خپل ځای پاته دی.
۸۲ کلن دموکراټ جو بايډن په خپلو خبرو کې وويل: «زه تر شا کېدای نشم او اجازه ورکوم چې نوې ادارې هم زما په څېر اعدامونه درولي وساتي.»
د جو بایدن ځای ناستی، جمهوري غوښتونکی دونالد ترمپ بیا مخالف دی. هغه چې په پام کې ده د جنوري په ۲۰مه رسما د امریکا د ولسمشر په توګه خپله کاري دوره پيل کړي، د مرګ د سزا سرسخته ملاتړی دی. داسې ارزول کيږي چې هغه به د بایدن دغه قانوني مهلت ته د پای ټکی کيږدي.
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس د ایالتي قوانینو له مخې نشي کولی هغه افراد چې د اعدام پر سزا محکوم شوي وي، وبخښي چې د امریکا د مرګ سزا د معلوماتو مرکز په حواله شمېر ېې له ۲۰۰۰ ډېر دی.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (08.11.2020):