جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبهبایډن د غیر مدني جګړې ختمولو پر اړتیا ټینګار وکړ
بایډن د لوړې مراسمو تر ادا کولو وروسته د سیاسي اختلافاتو یوې څنډې ته ایښودلو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل: «د یوه پارچه ملت په توګه د اختلافاتو یوې خوا ته په پریښودلو، له کرونا سره جګړې ته لاړ شو.»
هغه د خپلو میلمنو په مخاطب کولو سره وویل: «باید خپل زغم زیات کړو او هڅه وکړو، ځانته د خپلو مخالیفینو په ځای کې په قرار ورکولو سره یووالي ته ورسیږو.»
جوبایډن د سوګند په ادا کولو سره د امریکا متحده ایالاتو شپږ څلویښتم ولسمشر شو. کاملا هریس هم د هغه د مرستیالې په توګه لوړه وکړه.
بایډن د امریکا پر کانګرس برید وغنده
بایډن د جنورۍ په لومړیو کې د امریکا پر کانګرس برید وغنده. هغه وویل برید کونکو فکر کاوه چې کولی شي په تاوتریخوالي سره د خلکو پر ارادې غالب شي، داسې به هیڅ کله هم ونه شي، نه نن نه سبا، هیڅ کله هم نه.
د تویټر اعلان
د تویتر ټولنیزې شبکې اعلان کړی دی چې د امریکا د ولسمشر رسمي حسابونه جوبایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس ته انتقالوي.
د آلمان ولسمشر بایډن ته مبارکي ورکړه
د آلمان جمهور رئیس فرانک والټر شټاینمایر په یوه ویډیویي پيغام کې د بایډن د جمهوري ریاست دورې پيل ته مبارکي وویله او هیله یي څرګنده کړه چې ډیر ژر په آلمان کې د هغه کوربه شي.
د آلمان ولسمشر شټاین مایر، بایډن، کاملا هریس او ټیم ته یي د هغو د لویو او سختو وظایفو د ترسره کولو په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه.
نوموړي نن ورځ د دیموکراسۍ له پاره یوه ښه ورځ وبلله او خوښي یې څرګنده کړه چې آلمان یو وار بیا امریکا په ډیرو نړیوالو مسائلو کې د یوه ښه متحد په توګه په خپل څنګ کې ولري.
شټاینمایر ټول د قطبي کیدو پر وړاندې په پریکړنده ډول اودریدو ته را وبلل او ویې ویل چې د دیموکراسۍ بنسټ باید پر پوهې او واقعیت ولاړ وي.
د آلمان ولسمشر په خپلو خبرو کې د دونالد ترمپ یادونه ونه کړه.
د پاپ فرانسیس پيغام
د نړۍ د کاتولیک کلیساو مشر پاپ فرانسس په یوه پيغام کې هیله وکړه: «خدای دې په امریکا کې د بایډن د سولې او پخلاینې د هڅو ثمر ته رسولو په برخه کې مرسته وکړي.»