په برلین کې پر ایراني مظاهره کوونکو برید شوی
۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبهد الماني پولیسو په حواله جمهوریت پلوه فعالانو د یکشنبې (د اکتوبر میاشتې ۳۰ نیټه) په ورځ په برلین کې د ایران سفارت مخې ته مظاهرې کولې چې پرې برید وشو او دری تنه یې ټپیان شول.
د برلین د پولیسو ویاند تائیده کړې چې د پلازمېنې په دهلم سیمه کې رامنځته شوې دې پيښه کې د ټپي شوو کسانو له ډلې دوه تنه یي د درملنې له پاره روغتون ته استول شوي دي.
اړوند: د سپاه پاسداران د خبرداري سربیره په ایران کې اعتراضونه دوام لري
د برلین پولیسو د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل: «درو نا پيژنده کسانو په دهلم کې د ایراني سفارتخانې مخې ته د مظاهرې پر ګډون کوونکو برید وکړ. دری تنه ټپیان شول او د یوه بل کس په هکله ویل کیږي چې د ټوپک په وسیله ګواښل شوی دی.»
تر اوسه پورې کوم معلومات موجود دي؟
د المان خبري آژانس ډي پي ای ویلي چې مظاهره کوونکي د ایران سفارت مخې ته را ټول شوي وو. دوی پلاکاټونه پورته کړي وو چې پرې لیکل شوي و «ایراني جمهوریت غواړو»، «ښځه، ژوند او آزادۍ». دغه شعارونه په دې ورځو کې د ایراني حکومت ضد مظاهرو کې ډیر تر سترګو کیږي. د ډي پي ای په حواله پر مظاهره کوونکو برید د سيمې په وخت د ماسپښین په ۱ بجه شوی دی.
اړوند: د مهسا امیني د وژنی ۴۰ مه ورځ؛ په ایران کي د پراخو مظاهرو غوښتنه
پولیسو ویلي دي چې د سفارت د ساتنې په دنده ګمارل شوي یوه الماني پولیس افسر ولیدل چې دری تنه چې خپل مخونه یي پټ کړي وو په یوه واګون ډوله موټر کې د بیرغونو او پلاکاټونو څيرې کول پيل کړل. پولیسو ویلي دي چې افسر ترې پوښتنه کړې ده چې ولې دا کار کوي؟ خو سره له دې هم برید کوونکو د واګون دروازه پرانیستله او په واګون کې پر موجودو درو کسانو یي برید وکړ. د جنایي پولیسو (LKA) ادارې څیړنې پيل کړي دي چې آیا د دې پيښې تر شا کومه سیاسي انګیزه شتون لري او که څنګه؟
په ایران کې مظاهرې
په ایران کې د حجاب د سختو قوانینو د نه عملي کولو په دلیل ۲۲ کلنه مهسا امنیني د دغه هیواد د اخلاقي پولیسو له خوا نیول شوې وه چې هم هلته د پولیسو په توقیف کې یي سا ورکړه. د هغې تر مړينې وروسته د تیرو ۶ اونیو راهیسې په ایران کې د مظاهرو لړۍ پيل شوې ده. په دې ترڅ کې په لسګونو کسان وژل شوي او سلګونو نور نیول شوي دي.
اړوند: جرمني د ایران پرضد د اروپایي ټولني تعزیرات غواړي
د ایراني مظاهرو په ملاتړ کې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د دغو مظاهرو په ملاتړ د احتجاجونو لړۍ روانه ده.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص