د خیټي غوړ په ډنګرو کسانو کي هم وژونکی دی
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبهد امریکا قلبي اتحادیې، (American Heart Association) د هغه د مشر ډاکتر تیفاني پاول په حواله لیکلي، چي «د نس او خیټي غوړ د سړي د ملا د شاوخوا او لګن خاسرې پر اساس اندازه کیږي. خو قد باید د ملا د شاوخوا تر اندازې حداقل دوه چنده ډیر وي. که د ملا شاوخوا تر دغي اندازې ډیره وي، نو هغه د زړه د مریضیو او زړه ته د ویني د جریان د خرابیدو سبب کیږي، چي هغه بیا په خپل نوبت سره د انسان د مرګ سبب ګرزي.»
د بدن شاخص ښکاره کوي، چي قد او وزن تر کومه حده تناسب سره لري
کارپوهان توصیه کوي، چي هم د نس وازګي او هم د بدن شاخص باید ډاکتر ته د مراجعې پرمهال په نظر کي ونیول سي. ځکه په هغو کسانو کي چي د سالم وزن خاوندان او ډنګر هم وي، د زړه په مریضۍ د اخته کیدو خطر یې ډیر دی.
د ملا په شاوخوا کي غوړ د اینې په شاوخوا کي د غوړ د تجمع سره هم ارتباط لري. دغه مشکل په هغو کسانو کي چي الکهول هم نه استعمالوي د اینې د تکلیف او ناروغۍ سبب یې ګرزي او هغه بیا په خپل نوبت سره د زړه مریضۍ رامنځته کوي.
په ټوله دنیا کي تقریبأ ۳ ملیارډه انسانان اضافه وزن لري او یا د چاغۍ په تکلیف اخته دي. چاغي بیا په خپل وار د ډيرو مزمنو ناروغیو، د هغې جملې د زړه د تکلیفونو سبب کیږي. چاغي همدارنګه په شکري د اخته کیدو، کلوسترول اندازې د لوړیدو، د ویني د فشار او خوب د اختلال او ګډوډيدو سبب کیږي.