انځوريز راپور: نړۍ به بې مچيو څه ډول وي؟
داسي فکر وکړئ چې په نړۍ کې دې مچۍ نه وي. په دي انځوريز راپور کې ښودل کيږي چې بې مچيو به په نړۍ کې ژوند څه ډول وې او هغوی کوم نقش پکې لري؟
په نړۍ کې د مچيو له منځه تلل يا د ځمکي پر مخ "د مچيو د نابودۍ خطر د اندېښنې وړ دی". انسانانو د کیماوي زهریاتو په کارولو سره د مچيو د ژوند چاپيريال له خطر سره مخامخ کړی دی.
د ډيرو کسانو له پاره په لومړي سر کې مچۍ د شاتو په معنا دي. د يو بوتل شاتو له پاره بايد مچۍ له صندوق څخه له ۴۵۰زره تر يو ميليونو گلانو پوري والوځي.
که څه هم په طبیعت کي داسي نور حشرات هم شته چې ونو ته سرې ورکوي، خو د مېوو يو پر دريمه برخه، لکه مڼې، ځمکني توت او حتی بادرنگ د مچیو له ګرده گټه اخلي.
شات يوازي د انسانانو د خوراکي موادو يوه کوچنۍ برخه ده چې مچۍ يې ورکوي. په آلمان کې يو سوپر مارکېټ په ۲۰۱۸م کال کې د مچيو د ارزښت ښکاره کولو په موخه د يو پلورنځي له المارۍ ټول هغه اجناس ليرې کړل چې په يو ډول پکې مچۍ داخلې وې. د دغه پلورنځي له ۲۵۰۰ مالونو څخه يې په ۱۶۰۰ ډوله اجناسو کې د مچۍ گټي شاملې وې.
که مچۍ نه وي د شاتو تر څنګ به په سترو پلورنځيو کې د ځينو مېوو او نورو غذايي موادو ځای خالي وي.
د يو ډول موم يا «ای ۹۰۱» پرته به ډېر محصولات او صنعتي تولیدات لکه پاستيل داسي يو پر بل ونښلې چې د استفادې به نه وي.
بې له مچیو به نه يوازې د کاکائو ونې بار نه نيسې، بلکې د ډېرو شکلاتو د ښکلا له پاره د «ای ۹۰۱» موم کارول کيږي.
په نړۍ کې ډير خلک خپل سبانارې د قهوي په څکلو سره پيلوي. مچۍ هم لکه انسانان کافئين خوښوي. دغه علاقه په طبيعت کې د ګرد شيندلو او قهوي دايمي توليد تضمينوي.
که چيرې د مچيو ګرد شيندل نه وي، نو پنبه به هم نه وي. پرته له پنبې د نساجي صنايع او جامي به هم شتون و نه لري.
د می مياشت ۲۰مه نېټه د (انتون ياشا) د زيږيدنې ورځ وه، چې له سلوانیا څخه د مچيو په مودرن ډول روزنې پلار ګڼل کيږې. هغه چې يوازي ۳۹ کاله يې عمر وکړ د مچيو روزنې په مکتب کې استاد او رئيس وو. د هغه د کتابونو چاپ د مچيو روزنې ته په مودرن ډول لاره پرانيستله.
د شاتو مچۍ، د مچيو د کورنۍ يوه برخه ده. په طبیعت کې ۲۰ زره ډوله وحشي مچۍ شته چې د ښارونو پراخيدلو له کبله د کيماوي زهري موادو په خپریدلو او مچيو له پاره د غذايي موادو له کمښت سره يې ژودند له خطر او له منځه تللو سره مخ شوی دی. دغه مچۍ د شاتو مچيو خلاف ټولنير ژوند نه لري او يوازي ژوند کوي.
له مچيو سره مهربانه اووسئ. کور او خونې ته تر ننوتلو وروسته کړکۍ ورته پرانيږي چې ووځي. په برنډو کې د ګلانو کرل په ښاري فضا کې د وحشی مچيو او غالبوزو د ځالې جوړلو له پاره د ژوند په کولو کې مرسته وشي.