راپور: په هايټي کې د قتل عام پر مهال تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبهد بشري حقونو سازمانونو او د رسنيو د راپورونو له مخې په هايټي کې يوې وسلهوالې ډلې په پلازمېنه پورټ او پرانس کې تر ۱۰۰ زيات کسان وژلي دي. د سولې او پرمختګ کمېټې (CPD) د يکشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼې کې وويل چې داسي معلوميږي چې دا د يوې ډلې د مشر د بدل اخيستنې پېښه وه. هغه د وډو مذهب پيرويان د خپل زوی په مرګ تورن کړي وو. د «نيويارک ټايمز» راپور ورکړ چې د دې قتل عام تصديق د يوه ځایي اوسېدونکي لخوا شوی دی.
د خبر له مخې، دغه قتل عام د جمعې او شنبې په ورځ د «وارف جېرمي» په سيمه کې ترسره شو چې د «سايتې سولېل» برخه ده. دا د هايټي پلازمېنې په بدنامه بې وزله اومه سيمه کې موقعيت لري. زياتره قربانيان هغه ښځې او نارينه ول چې تر ۶۰ کلنۍ پورته وه او د هغوی مړي مسخ شوي او په عامه سړکونو کې وسوځول شول.
د معلوماتو له مخې، د بانډ يا ډلې مشر مونيل فېلېکس، چې په مکنورډ مشهور دی، زوی يې د يوې ناڅرګندې ناروغۍ له امله مړ شوی و. بانډ مشر د دې سيمې خلک د خپل زوی په جادو کولو تورن کړل او پرېکړه يې وکړه چې ټولو زړو خلکو ته سزا ورکړي چې د وډو مذهب پيرويان دي. د وډو کلتور چې خپلې ريښې په لويديځه افريقا کې لري، په هايټي کې يو رسمي دين ګڼل کېږي.
هايټي، چې د ډومينيکن جمهوريت سره د هيپانيولا په کاريب ټاپو کې شريک دی، د امريکا په وچه کې تر ټولو غريب هېواد دی. دا له څو کلونو راهيسې د وسلهوالو بانډونو د تاوتريخوالي ښکار دی، کوم چې زياتره پلازمېنه تر خپلې ولکې لاندې لري. له کينيا څخه د يوې څو ملتې ساتنې ځواک په توګه استول شوي پوليسو تر اوسه لږ څه لاسته راوړي دي. په نومبر مياشت کې په پورټ او پرانس کې د امريکايي هوايي شرکتونو دوې مسافر وړونکي الوتکې هم وويشتل شوې.