د خولې د بد بوی ليري کولو ساده لاري
ډېر خلک د خولې له بد بوی څخه رنځ گالي. د خولې بد بوی په غاښو کي د خوړو د پاته سوو، د خولې التهاب او يا د معدې يا کولمو له ناروغيو څخه پيښيږي. په ډېرو ساده لارو سړی کولای سي د خولې بد بوی ورک کړي.
توري چای
توري چای د قهوې برخلاف د خولې د بد بوی په له منځه وړلو کي مرسته کوي. يا چای وڅښئ يا ئې غرغره کړئ.
د گشنيزو خوړل
تر سيگرېټ څکولو يا اوږي خوړلو وروسته د گشنيزو خوړل هم په دغه لار کي اغېزمن دي. د گشنيزو بوی د خولې د بد بوی ځای نيسي.
غاښو ساتل
د غاښو په تار سره هره ورځ د غاښونو ترمنځ چولو پاکول د باکترياوو د له منځه وړلو سبب کيږي او په دې سره د خولې د بد بوی په کمښت کي مرسته کيږي.
د انجي استعمال
په چايو کي د انجي اچول د خولې د بد بوی په کمښت کي مرسته کوي.
د تازه ليمو استعمال
پر ژبه باندي د ليمو څو څاڅکي اچول او وروسته په خوله اوبه رغړول د خولې د بد بوی په له منځه وړلو کي ډېره مرسته کوي.
د خولې د وچوالي مخنيوی
د خولې وچوالی کيدای سي د بد بوی سبب وگرځي. د ډېرو اوبو څښل د خولې بد بوی کموي.
د لاچي (هېلو) خوړل
د ډوډۍ تر خوړلو وروسته د يوه دانه هېل يا هېلي چايو څښل د خولې د بد بوی په کمښت کي زياته مرسته کوي.
له دغه شان نباتانو استعمال
هغه نباتات چي درمل ځني جوړيږي کولای سي چي د خولې د بد بوی او التهاب مخه ونيسي.
ژاولي
د ژاولو ژوول د خولې بوی اړوي.
يو ډول مېوه آووکادو
آووکادو د معدې او کولمو له باکترياوو سره چي د خولې د بد بوی سبب کيږي مقابله کوي.
مستې
طبيعي مستې د هغو باکتري موادو د کمښت سبب کيږي چي د خولې د بد بوی لامل گرځي.
د غاښو ډاکتر ته مراجعه
هره ورځ د غاښو پرېولل او په کال کي دوه واري د غاښو ډاکټر ته تلل د خولې د بد بوی په له منځه وړلو کي ډېر اغېزمن تماميږي.