1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينقزاقستان

د آذربايجان يوې مسافر وړونکي الوتکي په قزاقستان کې سقوط کړی

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پريس
۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبه

د آذربایجان هوايي شرکت یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د الوتکې د عملې په ګډون پکې ۶۷ کسان سپاره ول، په قزاقستان کې لوېدلې ده. د مختلفو رپوټونو پر اساس، شل یا تر دې يو څه ډېر کسان ژوندي پاته دي.

https://p.dw.com/p/4oZHI
په قزاقستان کې د چهارشنبې په ورځ د دسمبر ۲۵مه د آزربایجان هوايي شرکت یوه غورځېدلې الوتکه
د آذربایجان هوايي شرکت یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د الوتکې د عملې په ګډون پکې ۶۷ کسان سپاره ول، په قزاقستان کې لوېدلې دهانځور: Isa Tazhenbayev/TASS/dpa/picture alliance

د آذربایجان هوايي شرکت دغه الوتکه چې د خپلې عملې په ګډون ېې ټول ټال ۶۷ کسان لېږدول د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان غربي ښار آقتاو، ته نژدې لوېدلې ده. د قزاقستان د بېړنيو پېښو وزارت پر تليګرام يو خپور شوي پست کې ويلي دي چې «د ۲۵ ژغورل شوو کسانو له ډلې ۲۲ ېې روغتون ته رسول شوي دي.»

الوتکه له آذربایجان روسيې ته تله

روسي رسنیو رپوټ ورکړی دی، چې رالوېدلې الوتکه چې په آذربایجان هوايي شرکت پوري مربوط وه، د آذربایجان له پلازمينې باکو څخه د روسيې د چيچنیا مرکز ګروزنې ښار ته پر لار وه.

خو د روسيې د تاس خبري آژانس د راپور له مخي، دغه الوتکه په ګروزنې ښار کې د غبار له کبله خپل مسير بدل کړی وو.

د آذربایجان هوايي شرکت (AZAL) ویلي دي چې دغې الوتکې باکو ښار ته نژدې یوه «بېړنۍ ناسته» درلودلې ده.

د قزاقستان د ترانسپورت وزارت د آذربايجاني سرچينو له قوله ويلي دي چې په دغه الوتکه کې پنځه کسه عمله او په حدود د ۶۲ مساپر سپاره ول.

دغه وزارت زیاته کړې ده چې د دغو مساپرو په ډله کې ۳۷ ېې د آذربايجان، ۱۶ د روسيې، شپږ د قزاقستان او درې نور د قرغیزستان اوسيدونکي ول.

د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر تلیګرام ېې خپره کړې ده، ويلي دي، کله چې د دوی د ژغورنې ټيمونه د پېښې ځای ته ورسېدل، الوتکه ېې په داسې حال کې ومونده چې اور پکې بل و.

وزارت زیاته کړې ده چې د ژغورنې واحدونو اور مړ کړی او داکټران او ارواه پېژندونکي هم د پېښې په ځای کې په دنده بوخت دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب