د یونان پولیسو د قاچاقبرانو یوه بې رحمه ډله نیولې
۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبهپولیسو د یونان په شمال کې د انساني قاچاقبرانو یو وحشتناک بانډ مات کړی دی. د «اتنز نیوز ایجنسي» یا د اتن خبري آژانس د یکشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۸ نیټه) رپوټ ورکړی دی چې مجرمینو د نورو ترڅنګ دوه پناه غوښتونکي هم د یرغمل په توګه له ځان سره ساتلي او شکنجه کړي ول.
د دغه رپوټ په حواله پولیسو د شنبې په ورځ په تیسالونیکي سیمه کې پر څلورو کورونو چاپه ووهله او ۱۳ کسان یي ونیول. نیول شوي کسان له ۱۹ او ۲۶ کلنۍ ترمنځ دي او د یونان اتباع نه دي.
پولیسو د دغو عملیاتو پر مهال دوه پناه غوښتونکي چې په یوه کوډله کې د یرغمل په توګه ساتل شوي ول هم پيدا کړي چې یو یې ۱۶ او بل یې ۲۱ کلن دی. د دغو پناه غوښتونکو په حواله دوی د قاچاقبرانو له خوا په منظم ډول شکنجه کیدل.
پولیسو په دغه ځای کې هغه اوتو او لرګی هم موندلی دی، په کوم چې به دغه پناه غوښتونکي شکنجه کیدل. د دوی په خبره قاچاقبرانو د دغو ځوانانو د خوشې کولو په بدل کې د دوی له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کوله.
د پولیسو په وینا د قاچاقبرانو دغه بانډ د مارچ میاشتې له نیمایې څخه د اپریل تر نیمایې پورې په مجموع کې ۲۲ کسان له سرحد څخه تیر کړي دي. د معلوماتو له مخې ویل کیږي چې یو ۲۰ کلن ځوان د دغې ډلې یا بانډ مشر دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز