انځوريز راپور: هغه خواړه وپېژنئ چې د سرطان ناروغۍ ضد دي
د کارپوهانو په خبره د سرطان ناروغۍ له یو په دريمې څخه زياتې مړینې له ناسالمو خوړو څخه رامنځ ته کيږې. دا چې کوم غذايي مواد د روغتیا له پاره مضر يا ګټور دي، هغه موضوع ده چې علم ورباندی هر اړخیزه رڼا اچوي. بعضي دلته وپېژنئ:
مڼې لکه سلامتې
د مڼو خوراک په بدن کې د سرطانی حجرو د پراخیدلو مخه نيسې او کلسترول يا په وینه کی غوړ کموي. مڼې د ډيرو ګټورو موادو لرونکې دې لکه فلانويد او پکتين چې د کلمو په سلامتیا کې ډير اغيز لري. د کلمو سرطان په ټوله نړۍ کې د ښځو د مړینی دريم ستر لامل ګڼل کيږې. دغه لامل د نارينه و په مړینه کې په دویمه درجه کې راځي.
زنجفيل
زنجفيل د ډيرو خاصو ترکيبونو په لرلو سره د سرطاني ناروغيو د درملنې له پاره ډير اغيزناک دی. ډيرې علمې څيړني په ښکاره د زنجفيل اغيز په سرطاني ناروغيو کې په ګوته کوي او په استعمال يا خوړلو يې ټينګار کوي.
شين چای
شين چای د اپل فلول ډير مواد لري چې چښل يې د سرطان د ناروغۍ اخته کيدلو په مخنيوي کې مرسته کوي او په بدن کې د سرطاني حجرو او تومورونو له منځه وړلو کي اغيزناک دې. دغه راز د قلبي او تنفسي ناروغیو مخه هم نیسې.
بروکلي يا شين ګلپې
شین ګلپې په تیاره رنګه سابو پورې تړاو لري او د فلاونويدونو درلودولو له کبله د سرطاني ناروغیو په درملنه کي خاص نقش لري. په اونۍ کې له درې تر څلور ځلې خوړلو سره يې د سینې او مثاني سرطان د اخته کيدلوخطر ښکاره کموي.
په کب کې ويتامين ډې (Vitamin D)
کبان د غوړو اسیدو اومېګا۳ درلودونکي دي چې د هضم او د پوټکي التهاباتو مخه نيسې. په خاصه توګه آزاد غوړ کبان چې ډير زيات ويټامین ډې لري. کارپوهانو په شل ډوله سرطاني ناروغيو کی د درملني اغيز ثابت کړی دی.
په بيلا بیلو بڼو کې رومي بانجان
د رومي بانجانو مصرف که په خام لکه روب او سوس په ډول وي ښه دې. رومي بانجان له ويټامینو او معدني موادو څخه ډک دي او ډير استعمال يې په بدن کي د سرطان تر وړاندې د حجرو پياوړي کيديلو سبب کيږې.
هوږه، د سرطان پر وړاندې «معجزه لرونکې وسله»
هوګه د امینه اسيدو مادې په لرلو سره چې نه يوازې د سرطان مخه نيسې بلکې د ناروغيو پر وړاندې د انسان د بدن دفاعي سیستم د تقويې سبب کيږې. دغه ماده پر سرطاني حجرو پوري نښلې او پرته له دې چې سالمو حجروته زيان ورسوي د هغې د له منځه وړلو سبب کېږې.
دال نخود په خپل غذاي پروګرام کي ځای کړئ
نخود يو له ډيرو سالمو حبوباتو څخه دي چې هم يې پخول آسان دي او هم يې خوړل په خاصه توګه د کلمو ناروغيو په درملنه کي مرسته کوي. د کلمو سرطان له پاره ډير ښه اغيز لري.
زرد چوبه يا کورکمن
نن سبا زرد چوبه د سرطاني ناروغیو له پاره ډيرمعتبر درمل ګڼل کيږې. علت يې هم په کي د کرکومين ماده ده چې ډير شفا لرونکی اغيز لري.
سرطان رامنځته کوونکې ماده، سپينه شکره
ډيرو څيړنو جوته کړې چې سپينه بوره، شکره یا قند د سرطاني حجرو د تغذيې سرچينه ده. د سپينې بورې مصرف په بدن کي کلسیم له منځه وړي او هاضمه خرابوي. بوره د معدې او د قلبي ناروغيو سبب ګرځي.
سپين وړه (هغه اوړه چي د دانې پوټکی/پوستکی نه وي ورسره مل)
سپين وړو څخه جوړ لکه ډوډۍ، کلچې، کيک او بسکوټ په اوږده موده کي د انسان سلامتیا ته زيان رسولای شي. دغه ماده کولا شي په ځينو حالاتو کي د سرطاني ناروغيو سبب هم شی. وروستیو څيړنو ښودلې چې د سپينو وړو ډير مصرف په ښخو کي د سينې سرطان خطر له ۲۲ سلنه زياتوي. تر سپينو اوړو هغه اوړه ډېر بهتر دي چي پکښي د دانې لکه غنمو پوټکي/پوستکي هم ميده سوي وي.
سره غوښه
د روغيتا د نړيوال سازمان د سرطان څيړنيز مرکز کارپوهانو د کلمو سرطان او سرې غوښې د خوراک تر منځ څرګنده اړيکه موندلې ده. دغه راز سره غوښه په ډير احتمال سره د پروستاب او لوزالمعده سرطان هم رامنځ ته کوي.
په امريکا کي د سرطان څيړنيېز مرکز نوي موندنې ښيې چې د سرطاني ناروغيو يو په دريمه برخه يې د غذايي موادو له کبله دي. ځينې غذايي مواد بيا داسي درمليز اغيزناک ترکيبات لري چې د سرطاني حجرو د پرمختګ مخه نيسې او د بدن دفاعي سیستم د مقابلې له پاره چمتو کوي. برسيره پردې دغه مواد په غذايي پروګرام کي ځايول کولای شي د سرطانې ناروغيو خطر کم کړي او د پرمختګ مخه يې ونيسې.