1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تکنالوژيامریکا متحده ایالات

اپل په مصنوعي ځیرکتيا سمبال آیفون ۱۶ معرفي کړ

۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

اپل شرکت د دوشنبې په ورځ آیفون۱۶ معرفي کړي چې د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړنه لري. خو دغه شرکت د چینايي شرکت هواوې له رقابت سره مخ دی.

https://p.dw.com/p/4kTLw
د اپل شرکت نوی تولید آيفون ۱۶
اپل شرکت د دوشنبې په ورځ آیفون۱۶ معرفي کړي چې د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړنه لريانځور: Andrej Sokolow/dpa/picture alliance

په کالفرونیا کې د تکنالوژۍ ستر شرکت اپل د دوشنبې په ورځ پر ځایي وخت خپل نوی تولید، آیفون ۱۶ او نور تولیدات معرفي کړل. دا د اپل شرکت لومړنی تولید دی چې په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا د استفادې له پاره ډيزاین شوی دی.

د ايپل اجرايوي مدیر تيم کاک، د نوي آیفون د معرفي پر مهال وويل: «د آیفون راتلونکی نسل، له بنسټه د اپل ځیرکتیا له پاره ډيزاین شوی دی.» له «اپل ځیرکتیا» څخه د هغه هدف، د دغه شرکت مصنوعي ځیرکتیا ده چې د روان کال په سر کې اعلان شوې وه.

هغه وویل: «دا د یو هيجاني عصر د پیل ښکارندوي دی.»

د رسنیو د رپوټونو پر اساس، د نوو سافت ویرونو د آپدت له پاره د اپل د مصنوعي ځیرکتیا وړتیاوې په اکتوبر میاشت کې د آيفون او آیپډ وروستیو ماډلونو ته د لاسرسي وړ ګرځي. خو صوتي سیري خدمات ېې په ابتدا کې يوازې په انګلیسي ژبه په امریکا کې د لاسرسي وړ دي. دغه خدمات به د نورو سیمې په انګلیسي ژبه کې د ۲۰۲۵م کال په سر د فرانسوي، هسپانوي، چيني او جاپاني ژبو له پاره وړاندې کيږي.

اپل د هواوې پر وړاندې

د مصنوعي ځیرکتيا په برخه کې د اپل اقدام، د چینايي شرکت هواوې سره د رقابت په ستراتيژۍ کې کليدي رکن جوړوي. د نوي آيفون د معرفي کېدو لږ مخکې، د هواوې شرکت نوی درې قاته ماډل (MATE XT) تولید د مخکنیو فرمایشونو له پاره وښودل شو.

د هواوې ویب پاڼې وښوده چې دغه شرکت د دوشنبې تر ماښامه یوازې د څو ساعتونو په جریان کې د دغه ماډل له پاره له درو ميلیونو ډېر فرمایشونه ترلاسه کړل. دا د هواوې د رقابتي قابلیت ښکارندويي کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د تحریمونو باوجود موجود دی.

بن باجارین چې په کلیفرنیا کې د مارکيټ د نوښتګرو استراتيژيو په تحقیقاتي شرکت کې شنونکی دی، وايي: «د چین بازار د امریکا متحده ایالاتو د بازار په پرتله ډېر د مصنوعي ځیرکتا ځانګړنو ته علاقمندي لري.»

خو تر اوسه د اپل شرکت مصنوعي ځیرکتیا (اپل ځیرکتیا) د چین بازار له پاره ازاده شوې نه ده او اپل په دې برخه کې په چین کې هېڅ شریک معرفي کړی نه دی.

آيفون ۱۶: نوي ځانګړتياوي

د آيفون ۱۶ او آيفون ۱۶ پلس د نوو ځانګړتیاوو له ډلې (A18) چيپ، المونیمي پوښ او د کامرې له پاره يوه نوې تڼۍ ده. اپل همدارنګه آیفون ۱۶ پرو او ۱۶ پرومکس هم معرفي کړل چې لاچټک چيپ (A18 Pro) او د مصنوعی ځیرکتیا لا پرمختللي قابلیتونه لري.

اپل شرکت په دغو مراسمو کې همدارنګه نوي ساعتونه او ایرپاډونه هم معرفي کړل او په ورزشي او روغتيايي چارو کې ېې د هغو د استفادې پر اهمیت ټینګار وکړ. 

له آرشیف څخه (15.10.2020):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل