له نوي ولسمشره سره به سپيني ماڼۍ ته کوم حيوانات ځي؟
د سپينې ماڼۍ په تاریخ کې له ولسمشرانو سره له تجسس کوونکو پيشوګانو نیولې بیا د جنجال سبب شوي سپو پوري مختلف حیوانات هلته پاته شوي دي. دا وار به له جو بایدن سره د هغه حیوانات سپینې ماڼې ته انتقال شي.
د جو بايدن آلمانی سپی
د جو بایدن د آلماني نسل شیپرډ سپي پښه هغه وخت ماته شوه چې د امریکا ولسمشرۍ ته انتخاب شوي متخب شوي سره يې لوبې کولې. په سپينه ماڼۍ کې تر قدم ایښودلو مخکې به اوس بایډن ته یوه پيشو هم ورکړل شي. سپينې ماڼۍ ته په لومړي ځل يوه پيشو د امریکا دویم ولسمشر ریتهرفوردهائس له ځانه سره بېولې وه.
دونالد ترمپ کوم حیوان نه لاره
په تیره یوه پيړۍ کې دونالد ترمپ د امریکا لومړی ولسمشر وو چې کوم کورنی حیوان یي نه لاره. مخکې تر دې بارک اوباما دوه سپي (بو او سني) هلته ساتل.
د کلنټن پيشو (ساکس)
د امریکا له پخواني ولسمشر بل کلنټن سره د هغه پيشو ساکس او لیبرادور سپی په سپينه ماڼې کې اوسیدل. ساکس یو وار د صدارت د ماڼۍ په دفتر کې هم له کلنټن سره لیدل شوې وه چې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر پر اوږو سپوره او ورسره لوبې کوي.
د سپينې ماڼۍ په ویډیوګانو کې اهلي سپي
د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال په سپينه ماڼۍ کې درې سپي او یوه پيشو اوسیدل. د بوش په اهلي حیواناتو کې بارني او مِس بیزلي، تر ټولو ډیر مشهور ول. دا دواړه د سپيني ماڼۍ په ډیرو ویډیوګانې لیدل کیدل.
د جنجال سبب شوی سپی
د امریکا د ۳۲ ولسمشر فرنکلین دي روزویلټ سپی (فالا) تر اوسه پورې د ولسمشرانو تر ټولو مشهور سپی ګڼل کیږي. په ۱۹۴۴م کال کې روزویلټ د یوې جزیرې د لیدلو له پاره تللی وو او فالا په کور کې ترې هیر شوی وو. داسې اوازې خپرې شوي چې ولسمشر د امریکایانو د ماليي په پيسو چلیدونکي سمندري بیړۍ د دې سپي د راوړلو له پاره استولې وه. خو فرنکلین دغه تورونه ردول.
د کینیډي آس
د امریکا ولسمشر جان اف کینیډي خپل زوی کیرولین ته د ټيټ قد درلودونکي نسل یو آس د تحفې په ډول ورکړی وو. د دې آس نوم ماکاروني وو. کیرولین به د یخنۍ په موسم کې د سپني ماڼۍ په چمن او حویلۍ کې آس سواري کوله.
کورني حیوانات نه خوړل کیږي
د سپينې ماڼۍ تر ټولو عجیبه حیوان راکون ممالیه وو، چې ربیکا یي باله. ولسمشر کیلون کولج، ته دا حيوان په عنعنوي خوړو کې د استعمالیدو له پاره د تحفې په شکل ورکړل شوی وو، خو ولسمشر چې له حیواناتو سره یي مینه درلوده هغه د کورني حیوان په توګه وساته.
یو شمیر اهلي حیوانات داړل هم کوي
په ۱۸۲۰م کلونو کې د هیوادونو مشرانو ته د تحفې په شکل د نادره حیواناتو ورکړه د معمول خبره وه. یوه فرانسوي پوځي جنرال ولسمشر جان کوئنسي ایدمز ته د تمسا يو بچی په تحفه کې ورکړ. وروسته له هغې په ۱۹۳۰م کال کې د ولسمشر هیبریټ هوور، زوی هم دوې تمساوي له ځان سره سپيني ماڼۍ ته وړي وې.