د ایران يوه هیئت له طالبانو سره د کانونو په اړه خبري کړي
۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبهد طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چي د ایران د حکومت استازي احمد محسني، د دغه هیواد د شپږو شرکتونو له استازو سره د کانونو د استخراج په هکله خبرو اترو له پاره کابل ته سفر کړی دی.
د کانونو وزارت ویلي دي چي نوموړي هیئت د دغه وزارت له سرپرست ملا هدایت الله بدري، سره په لیدنه کتنه کي، د افغانستان د کانونو په منابعو کي د پانگونې په هکله خبري اتري کړي دي.
د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت په خبرپاڼه کي راغلي دي چي د شپږو ایراني شرکتونو استازو چي د کانونو د استخراج په برخه کي کار کوي، په دغه لیدنه کتنه کي یې پهافغانستان کي د اوسپنې، سکرو او نفتو په کانونو کي د پانگونې له پاره خپله علاقمندي ښکاره کړې ده.
دغه وزارت وویل چي سربیره پردې، ایراني شرکتونو ژمنه کړې ده چي د طالبانو د کانونو وزارت د کارکوونکو له پاره به د کانونو د معیاري استخراج په څانگه کي ځانگړي روزنیز کورسونه جوړ کړي.
د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په برخه کي د دغه ایراني شرکت د پانگونې هرکلی وکړ او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چي د پانگونې له پاره د زمینې برابرولو په برخه کي به له هغوی سره همکاري وکړي.
په افغانستان کي د کانونو د استخراج له پاره هلو ځلو سربیره، د طالبانو له خوا د استخراج سوو قیمتي ډبرو پلورل هم ادامه لري.
د دغې ډلې محلي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د څووم ځل له پاره د پنجشیر ولایت څه د پاسه ۷۴ زره قیراطه استخراج سوي زمرد د ۷۴۷۰۰ ډالرو په بیه وپلورل.
طالبانو په تیرو دریو کلونو کي چي پر افغانستان یو وار بیا واکمن سوي، ډیر تمرکز یې د کانونو پراستخراج کړی دی، چي ظاهراً د بودیجې د تأمین له پاره یوه هڅه بلل کیږي.
د طالبانواداره که څه هم تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې، خو تیر کال یې د افغانستان د اوو سترو کانونو د استخراج تړون له څو مختلفو افغاني او خارجي شرکتونو سره لاسلیک کړ. ډېر کارپوهان په اوسنیو شارایطو کي د قیمتي ډبرو د استخراج چارې او خرڅلاو يې غیرقانوني بولي.
GP/NZ/Schakila