د هامبورگ له کلیسا څخه یو افغان مهاجر سویډن ته اخراج سو
۱۴۰۳ مهر ۹, دوشنبهپه هامبورګ کي د دوشنبه په ورځ یو افغان پناه غوښتونکی له کلیسا څخه سویډن ته اخراج سو. دغه ۲۹ کلن د دوشنبې په سهار ( ۲۰۲۴ م کال د سپتمبر ۳۰) د مهاجرو ادارې د چارواکو له خوا د پولیسو په ملتیا د هامبورګ د بیرګه دورف په سیمه کي د الیزابت کاتولیکي کلیسا له ودانۍ څخه راوستل سو.
دغه خبر د "Hamburger Abendblatt" انلاين، د هامبورګ د داخلي ادارې د ویاند دانیل شیفر له خولي خپور کړی دی.
د شیفر په خبره دغه اقدام په آرامۍ او گډکار سره سوی دی. دا اول وار دی چي یو کس په کلیسا کي د پناه غوښتنې څخه بیرته استول کیږي. په دا وروستیو کي د آلمان په سطحه په وار وار سره کلیساوي له پناه غوښتونکو څخه تخلیه سوي دي.
د نوموړي رپوټ له مخي دغه ځوان له افغانستان څخه تر راوتو وروسته له ۲۰۱۵م کال راهیسي د کورنۍ له غړو سره په سویډن کي اوسېد او هلته یې د پناه غوښتنې عریضه ورکړې وه چي وروسته رد سوې وه.
د روان کال په مارچ مياشت کي هغه آلمان ته راغلی وو. د جرمني د کډوالو چارو ادارې په دغه هیواد کي د پناه غوښتنې له پاره د هغه غوښتنلیک د منلو وړ ونه باله او رد یې کړ. د اروپایی ټولنې د په اصطلاح دوبلن د پروسې له مخي سویډن د هغه د قضیې مسئولیت پر غاړه لري.
د دې له پاره چي نوموړی افغان دغه سکاندیناوي هیواد ته د خپل اخراج مخه ونیسي، د اگست میاشتي په پیل کي یې په دغه کلیسا کي د پناه غوښتنه وکړه. شیفر څرگنده کړه: «خو د هامبورگ د لوی اسقف له خوا د هغه د دوسیې له دقیقي ارزونې وروسته د آلمانۍ ادارې له خوا د هغه انفرادي قضیه رد سوه.» د دوبلن د دا ډول قضیو د ارزونې او پریکړې مسئولیت آلمانۍ اداره پرغاړه لري.
د هامبورگ د مهاجرت اداره یوازي یوه اجرایوي اداره ده او د فدرالي دفتر د پریکړې له مخي د بیرته ستنیدو د انتقال په تنظیم کولو مکلف دی.
په کلیسا کي د پناه غوښتنې په صورت کي ټولنې یا مذهبي احکام په مؤقتي ډول مهاجر مني تر څو د هغو د اخراج مخه ونیسي او هغه هم که چیرې دوی په دې باور وي چې دا کار د کډوالو ژوند ته یو ګواښ دی. دا د موجوده قانون پراساس نه، بلکي دمهاجرت او کډوالو له پاره د فدرالي دفتر او کلیساګانو ترمینځ یوه تړون له مخې. له همدې کبله باید د کلیساوو یوه ټولنه هغه دلیلونه تشریح کړي چې ولې په انفرادي قضیو کې په کلیساوو کي پناه غوښتنې ته اجازه ورکوي. نوموړې اداره بیا قضیه یو واربیا تر څیړني لاندي نیسي.
GP/NZ/AG