1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ايران دې د ترمپ پر ضد له اقدامه ډډه وکړي

۱۴۰۳ مهر ۲۴, سه‌شنبه

سپینې ماڼۍ د ایران حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې د ټرمپ یا د دغه هېواد بل چارواکي پر وړاندي هر ډول قصدي عمل به د «ملي امنیت پر ضد عمل» وګڼل شي. د رویټرز وایې، امریکا د ایران د حکومت چارواکو ته پیغامونه استولي دي.

https://p.dw.com/p/4loSQ
دونالد ترمپ د وينا پر مهال
د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپانځور: Jae C. Hong/AP Photo/picture alliance

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي، د امریکا حکومت ایران ته خبرداری ورکړی چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، او یا د دغه هېواد د کوم بل چارواکي پر ضد له دسیسو لاس واخلي.

د دغه چارواکي په وینا، د امریکا ولسمشر جو بایډن په وار وار د ګواښونو په اړه خبر شوی او خپل ټیم ​​ته یې دستور ورکړی چې د امریکا د اتباعو پر وړاندې د ایران د حکومت له خوا د پلان شويو دسیسو مخه ونیسي.

رویټرز د دغه چارواکي له قوله لیکلي: «ایرانیانو ته ویل شوي چې که د ټرمپ ژوند ته د زيان رسولو هر ډول هڅه ترسره شي، واشنګټن به یې د جګړې د پیل یو اقدام وګڼي.»

د ایران حکومت د امریکا د دې تور په ردولو سره د قاسم سلیماني وژلو ته اشاره کړې او هغه عمل یې د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکې لاسوهنه بللې ده.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې وروسته له هغه د بې پیلوټه الوتکې د برید امر وکړ، چې د ایران د حکومت له لوري یې په عراق، لبنان، سوریه او منځني ختیځ کې د امریکا د ډیپلوماتانو او پوځیانو پر ډلې د قریب الوقوع بریدونو د پلان معلومات ترلاسه کړي ول. د ټرمپ په امر په ترسره شوي دې بريد کې سپاه قدس مشر قاسم سلیماني وژل سوی وو.

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

ټرمپ به د امريکا په ولسمشریزو ټاکنو کې چې د نوامبر پر پنځمه نیټه ترسره کیږي، د جمهوري غوښتونکو د نوماند په توګه د ولسمشر جو بایدن، د مرستیالې کماله هرېس، سره سیالی کوي.

سپینه ماڼۍ وايي، امریکا له کلونو راهیسې د ټرمپ پر وړاندې د ایران ګواښونه له نږدې څاري او پر هر امریکايي وګړي د ایران د بريد په تړاو یې له »شديدو پایلو« څخه خبرداری ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت، وویل: »موږ دا مسئله ملي او داخلي امنیت ته مربوطه ګڼو او دا موږ ته تر بل هر څه لومړیتوب لري، او موږ د ایران دغه بې رحمانه ګواښونه په کلکه غندو.«