«امریکا حتی په اټومي وسلو له جاپان څخه دفاع تضمینوي»
۱۴۰۰ فروردین ۲۸, شنبهد امریکا متحده ایالاتو حکومت ویلي دي چې امنیتي تضمینونه یي د چین په ختیځ بحیره کې د سن کاکو ټاپوګانو د مجموعې په برخه کې هم صدق کوي چې د جاپان تر کنترول لاندې دي.
د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتی ۱۶ نیټه) په سپينه ماڼۍ کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د جاپان د لومړي وزیر یوشیهیده یوګا، تر لیدنې کتنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل شول چې امریکا متحده ایالات «د اټومي توان په ګډون له خپل ټول ځواک سره» له جاپان څخه د دفاع په برخه کې بې له ځنډه خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې کیږي.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت د چین کړنو ته په اشارې سره، د «سن کاکو په ټاپوګانو کې د جاپان د ادارې کمزورې کولو له پاره هر ډول یو اړخیز اقدام» ؤغانده.
په چین او تایوان کې دغه ټاپوګان چې څوک په کې ژوند نه کوي (غیر مسکوني) د «دیائو» او «دیائوتای» په نومونو پيژندل کیږي.
په دې وروستیو کې د دغو ټاپوګانو د څنډو په اوبو کې ډیر شمیر چینایې کیښتۍ لیدل شوي دي. دغه ساحه د ګاز او نفتو د احتمالي سرچینو په خاطر ستر ستراتیژیک ارزښت لري.
امریکا متحده ایالات له خپل اټومي ځواک سره د جاپان یو ملاتړ کوونکی قدرت دی او په دغه آسیایي هیواد کې یي په زرګونو سرتیري مستقر دي.
امریکا متحده ایالاتو او جاپان په خپله ګډه اعلامیه کې د نړیوالو قوانینو مطابق د هند او آرام سمندر په بحیرو کې، په ځانګړي توګه د چین په ختیځ او سویل بحیرو کې د یوې آزادې ساحې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د چین ختیځ بحیره د سویلي کوریا سویل، جاپان او د تایوان شمال ترمنځ اوبو ته ویل کیږي. د چین جنوب بحیره بیا د تایوان، د چین سویل، فیليپین، ویتنام او مالیزیا ترمنځ اوبو ته ویل کیږي.
امریکا متحده ایالاتو او جاپان سربیره پر دې د تایوان په تنګه کې د سولې او امنیت پر ارزښت ټينګار کړی دی. دا په داسې حال کې چې د چین خلق جمهوريت تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص