هغه کسان چي د کرونا په بحران کي لا شتمن شوي
د کرونا بحران پر مهال په ټولیزه توګه اقتصادي پرمختګ درېدلی، خو ځينو شرکتونو تر پخوا ډيري پيسې گټلي. په دې گلري کي يې تاسو ته در پيژنو.
جف بزوس
د آمازون شرکت خاوند جف بزوس شتمني ورځ په ورځ زياتيږې. هغه د کرونا وبا تر خپريدو مخکې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی وو. خو د کرونا له خپريدلو راهیسې يې شتمنې نوره هم زياته شوې. د فوریس خپرونې د وروستې رپوټ له مخې د هغه شتمني اوس تر۱۶۰ ميليارده ډالرو زياته ده.
جف بيزوس او آمازون
د وروستيو خپرو شویو ارقامو له مخې آمازون شرکت وکړای شول يوازي د روان ميلادې کال په لومړيو دريو مياشتو کې د تير کال د ورته وخت په پرتله د خپلو سوداګريزو معاملو شمیر ۲۷ سلنه زيات کړي او ۹۶ ميليارده ډالرو ته يې ورسوي.
ايلان ماسک
اقتصادي خپرونې بلومبرګ، د ۲۰۲۰م کال په نوامبر مياشت کي اعلان وکړ چې د تسلا موټر جوړونې شرکت بنسټ ايښودونکې ايلان ماسک شتمني د شمیرنو له مخې د مايکروسافت بنسټ ايښودنکي بيل ګيتس څخه هم ډېره شوې ده. په اوس وخت کې د ماسک شتمني ۱۱۰ ميليارده ډالرو ته رسیږې.
ايلان ماسک او تسلا
د ونډو په بازار کې د تسلا شرکت د ونډو بيه په وروستيو مياشتو کې په پرله پسې توګه د ډيريدو په حال کي ده. په تيرو ۱۲ مياشتو کې د تسلا شرکت د ونډي ارزښت ۶۷۵ سلنه زیات شوی.
اريک يوآن
د کرونا وبا پر مهال ډير کسان له کوره کار کوي. د زوم شرکت مسئول مدیر اريک يوآن د کرونا وبا پر مهال بازار ښه تود شو. د کارپوهانو د ارزونې له مخې د اريک يوآن شتمني په دغه لنډه موده کې ۱۶ ميليارده زياته شوې.
اريک يوان او زوم
د ۲۰۱۹م کال په دسمبر مياشت کې په ورځنۍ توګه له زوم څخه د کار اخیستونکو شمير له ۱۰ ميليونو څخه د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې ۲۰۰ ميليونو ته ورسېد.
جان فولی
هغه چې د کرونا پر مهال يې تاوان ليدلی دی ، هغه ورزشي کلپونه دي. خو دغه وضعيت د پلوتون شرکت مقام پياوړی کړی دی. لکه په (عکس) کې جان فولې چې د شرکت بنسټ ايښودونکی دی. هغه خپلو ګډون والو ته دا امکانات برابروي چې په خاصو دستګاو او ځانګړو پروګرامونو سره خپل د خوښې وړ ورزش په کور کې تر سره کړي. جان فولي په دریو مياشتو کي يو ميلیاردر شو.
جان فوتلي او پلوتون
د پلوتون شرکت په ۲۰۱۳م کال کې په فعالعيت پيل وکړ. د کار په پيل کې د مشتريانو پيدا کول ستونزمن ول. خو د کرونا په خپريدلو سره چې د ډيرو سپورتي کلپونو فعالعيتونه محدود يا دريدلې دي، د دغه شرکت د مشتریانو شمير ورځ په ورځ زياتيږې او د سهم ارزښت يې هم مخ پر ډيريدو دی.
توبیاس لوتکه
په عکس کې توبياس لوتکه د «شاپ فاي» شرکت بنسټ ايښودونکې ښکاري چي د آلمان په کوبلينز ښار کې زيږيدلی دی. توبیاس په ۲۰۲۰م کال کي کانادا ته هجرت وکړ او هلته يې کوم فکر او خيال چې په ذهن کې درلود په يو ګاراژ کي عملي کړ. «شاپ فاي» په سوداګرۍ کې الکترونيکي پلت فورم دی چې سوداګر او تجاران يې په مرستې سره د انلاين له لاري خپل پلورنځي طراحي او عملي کوي.
توبياس لوتکه او شاپ فاي
شاپ فای چې مقر يې په اوتاوا کې دی، په اوس وخت کي د کاناډا له ارزښتناکو شرکتونو څخه ګڼل کيږي. د دغه شرکت ارزښت له مارچ مياشتې راهيسې تر اوسه دوه چنده زیات شوی. د فورس خپرونه د توبیاس لوتکه شتمني اوه نیم ميليارده ډالره ارزوي.
اوګور شاهین
ډاکټر اوګور شاهين په «بیونيتک» شرکت کې کارپوه دی. اوګور شاهين د ۲۰۲۰م کال په جنوري مياشت کې چې د کرونا وبا لا په اروپا کي نه وه خپره شوې د کرونا واکسن د تولید له پاره هڅې پيل کړې. په وروستيو اونيو کي د کرونا ضد واکسين جوړولو په برخه کې د دغه شرکت تر لاسه شويو بریاوو سره د اوګور شاهین په شتمنيو کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی دی.
اوګور شاهين او بایون تک
د کارپوهانو د ارزونې له مخې د بايون تک ونډه چې د اوګور شاهين په واک کې ده، تر دوه ميلیارده يورو زيات ګڼي. بايون تک چې له فايزر شرکت سره همکاري لري، د اروپايي اتحاديې له پاره د کرونا واکسين ۲۰۰ ميليونه دوزه، بريتانيا ته ۳۰ ميليونه، ۱۰۰ميليون دوزه امريکا متحده ايالاتو او ۱۲۰ ميليون دوزه جاپان ته توليدوي.
بيا هم آمازون
د آمازون تجارتي معاملو زیاتوالی یوازې جف بزوس شتمن کړی نه دی، بلکې د هغه د پخوانۍ ميرمني مک کنزي سکات شتمني هم زيات شوې ده. د هغې د شتمنۍ ارزښت ۶۰ ميليارده ډالره ښوول شوی دی.