ترکیه: سوریې ته مو د روسي الوتکو هوایي حریم وتاړه
۱۴۰۱ اردیبهشت ۴, یکشنبهد ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، اروګوئې ته د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ چې دغه هیواد خپل هوایي حریم سوریې ته د روسیې د پوځي او ملکي الوتکو د پروازونو پر مخ په مؤقت ډول د درو میاشتو له پاره تړلی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هغه خپل روسي سیال سرګئې لاوروف، له دغې پریکړې څخه د مارچ په میاشت کې خبر کړی و، څو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبر ورکړي.
د چاووش اوغلو په خبره پوتین امر کړی چې نور دې په دې مسیر کې پروازونه نه ترسره کیږي.
آلمانی ورځپاڼه «شپيګل آنلاین» لیکي چې سوریې ته د روسي پروازونو پر مخ د هوایي حریم تړل د اوکراین پر وړاندې د روسیې د تیري کوونکي جګړې په مقابل کې د ترکیې یو له تر ټولو شدیدو غبرګونونو څخه دی.
انقرې مخکې تر دې د بسفر او داردانل تنګې هم د روسیې د جنګي بیړیو پر مخ تړلې وې. سربیره پر دې ترکیه اوکراین ته د TB 2 بی پيلوټه الوتکو په سپارلو او د دغه هیواد له وسله والو ځواکونو څخه په ملاتړ کولو سره په دغه جګړه کې مهم رول لري.
په ترکیې کې د پوتین او زیلنسکي د لیدو امکان
ترکیه د ناټو د غړي هیواد په توګه له روسیې او اوکراین سره ښې اړیکې لري او د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې یې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.
چاووش اوغلو ویلي دي چې پوتین او زیلنسکي موافقه کړې ده چې په ترکیه کې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ په صورت کې له یو بل سره وويني. چاوش اغلو لا زیاتو جزویاتو ته له اشارې کولو پرته وویل چې مسکو او کیف د «یوې ګډې اعلامیې د طرحې» پر مخ کار کوي.
انقرې ته د ګوتېرش سفر
په همدې منځ کې د ملګرو ملتونو سازمان هم اعلان کړی دی چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش راتلونکي اونۍ مسکو او کیف ته تر خپل سفر مخکې انقرې ته ځي.
ګوتېرش به د دوشنبې (د اپریل میاشتې په ۲۵ نیټه) په ورځ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د دغه هیواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وويني. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د سه شنبې په ورځ له ولادیمیر پوتین سره د لیدنې له پاره روسیې او د پنجشنبې په ورځ له ولادیمیر زیلنسکي سره د ملاقات په خاطر د اوکراین پلازمېنې کیف ته سفرونه وکړي.
د اوکراین ولسمشر د ګوتېرش پر سفر انتقاد کړی او ویلي یي دي: «جنګ په اوکراین کې جریان لري او د مسکو پر هیڅ سړک جنازې نه دي پراته. منطقي خبره دا ده چې هغه لومړی اوکراین ته راشي، څو د دې ځای خلک او د اشغال عواقب وويني.»
ګوتیرش له پوتین او زیلنسکي غوښتي وو چې شخصاً یو بل سره وويني. تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو سازمان د اوکراین جګړې په پای ته رسولو کې فرعي نقش درلودلی دی.
د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیلیدو راهیسې ګوتېرش یوازې یوځل له زیلنسکي سره تلیفوني خبرې کړي دي. پوتین تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي سره له هر ډول اړیکو ډډه کړې ده، ځکه هغه روسیه د ملګرو ملتونو سازمان د منشور په نقضولو تورنه کړې ده.
انقرې ته د ګوتېرش سفر هم له دې موضوع سره ارتباط لري چې ترکیې تر اوسه پورې د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړي رول لوبولی دی.
ترکیې تر اوسه پورې د اوکرایني او روسیې مذاکره کوونکو پلاو ترمنځ څو ځله په استانبول کې ناسته ترسره کړه. همدارنګه په انتالیا کې يي د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ هم د ملاقات زمينه برابره کړې وه او اوس هڅه کوي چې د پوتین او زیلنسکي ترمنځ یوه ناسته ترسره کړي.
سره له دې د ترکیې حکومت په دې وروستیو کې ویلي دي چې په اوس وخت کې د دا ډول ناستې ترسره کیدو ته هیله مندي کمه ده.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص