طالبانو د ترکیې او سوریې سره مالي مرسته اعلان کړې
۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سهشنبهپه دغه اعلامیه کې د طالبانو له قوله راغلي دي چې د ترکیې او سوریې ملتونه یې مسلمان وروڼه دي چې اوس د طبیعي افتونو له امله زیانمن شوي او په همدې خاطر له دوی سره مالي مرسته اعلانوي.
طالبانو له ترکیې سره ۱۰ میلیونه او له سوریې سره ۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.
ترکیه او سوریه: د زلزلو د قربانيانو شمیر ۴۲۰۰ کسانو ته رسېدلی
دوی همدا راز ویلي دي چې د طالبانو د ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي چې د اړتیا پرمهال د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.
د ترکیې او سوریې ترمنځ په سرحدي سيمو کې د سختې زلزلې له کبله په زرګونه ودانۍ ويجاړې شوي دي چې سخت مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
تر دا مهاله په ترکیه کې د مړو شمیر ۲۸۲۱ او په سوریه کې بیا ۱۳۰۰ کسان ښوول شوی دی.
سوړ ژمی او د داخلي بېځایه سویو تریخ ژوند
طالبان په داسې حال کې له ترکیې او سوریې سره د مرستو اعلان کوي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د لوږې له ناورین سره مخ دي.