له افغانستانه د دوغارون سرحد له لاري ايران ته تګ راتګ وځنډید
۱۴۰۰ دی ۹, پنجشنبهد ايران په خراسان رضوي ولایت کي د تابیاد د روغتیا او درملني د څانګي مدیر، د دسمبر پر ۲۹ مه د ایسنا خبري آژانس سره په خبرو کي د دوغارون له سرحد څخه د افغان مسافرو پر داخلیدو باندي د بنديز خبر ورکړ.
حیدر احساني د دغه خبر د اعلانولو پر وخت وویل چي دغه پریکړه «د سرحدي سلامتیا د اهمیت پر اساس« او د هیواد دننه ته د کرونا ویروس د امیکرون بڼي د پراخيدو د مخنیوي په خاطر سوې ده.»
احساني په عین وخت کي له دغي پریکړي څخه د اوو ډلو د معافیت خبر هم ورکړ چي په هغو کي «د ایران د اسلامي جمهوریت د معتبرو اقامو درلودونکي کسان، د خارجي محصلینو او زده کوونکو په ګډون د تحصیلي ویزو درلودونکي، د ویزو درلودونکي تجاران او سوداګر، د کار د حق په درلودو سره د ویزې خاوندان، د درملني او یا هم سیاحت له پاره د ویزو لرونکي کسان، د پانګوني ویزې اخیستونکي او په پاسپورتونو کې د پولیسو د خروج ټاپه لرونکي کسان.»شامل دي.
نوموړي څرګنده کړه: «ټول هغه کسان چي د دوغارون د سرحد له لاري ايران ته داخلیږي، ترنظارت او د ساري ناروغیو د کنترول تر آزمویني لاندي نیول کیږي.»
د هغه په خبره، هغه کسان چي د کرونا تست يې مثبت وي «تر ۲۱ ورځو پوري ایران ته د داخلیدو اجازه نه لري او بیرته خپل هیواد ته ستانه کیږي.»
د خراسان ولايت په ختیځ کي پروت د تابیاد ښار د ایران او افغانستان ترمنځ سرحد دوغارون ته نیژدې په ۲۰ کیلومترۍ کي پروت دی.
د ایران د حکومت له خوا د ځینو خپرو سوو ارقامو پر اساس، هرکال څه د پاسه یو میلیون مسافر د دوغارون سرحد لاري د دواړو هیوادونو ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.
GP/NZ/DW.Farsi