رئيسي غني ته؛ له مشروع نظام او سولې له بهير څخه ملاتړ کوو
۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبهولسمشر محمد اشرف غني چې د ایران د ټاکل شوي ولسمشر ابراهيم رئيسي د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی دی، د لوړې د مراسمو تر مخه یې له خپل ايراني سيال سره ليدلي دي.
د ارګ له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې راغلي دي چې دواړو لوريو د همکاريو د پراخولو او د دواړو هېوادونو پر اړيکو نظرونه سره تبادله کړي دي.
د اعلامیې په حواله ابراهيم رئيسي د افغانستان له دولت څخه د ملاتړ پر دوام او د سولې له پاره پر سيمه ایزې اجماع ټینګار کړی دی.
په اعلاميه کې د رئيسي له قوله ويل شوي: «د مشروع نظام، د افغانستان د خلکو له حقونو او د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوو. ګاونډيان او په ځانګړي توګه افغانستان زما په بهرني سياست کې ډېر لوړ ځای لري.»
په دې اعلاميه کې زياته شوې چې افغان ولسمشر په دې ليدنه کتنه کې په بېلا بېلو برخو کې د ایران له مرستو په ځانګړي توګه په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو د کوربتوب له امله ستاينه کړې او پر اقتصادي همکارۍ او د اړيکو پر پراخولو یې ټينګار کړی دی.
افغان ولسمشر په داسې حال کې ايران ته سفر کړی چې په هېواد کې جګړې ډېر زرو اخیستی دی او تاوتريخوالي ډېر شوی دی.
د افغانستان حکومت اکثراً د طالبانو په مقابل کې د ګاونډي هېوادونو له سياستونو په ځانګړي توګه د ایران له سياست سره مخالفت ښوولی دی. له دې کبله اوس روښانه نه ده چې د ايران نوی ولسمشر ابراهيم رئيسي به د سيمې اوسنيو شرائطو ته په کتو سره د افغانستان په مقابل کې څه سیاست پرمخ يوسي.