آلمان هره اونۍ کابو ۲۰۰ افغانان را انتقالوي
۱۴۰۱ خرداد ۱۰, سهشنبهد آلمان د بهرنيو چار وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د می مياشتې ۳۱مه نيټه) د فونکه رسنیزې ډلې د ورځپاڼو د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې د آلمان حګومت د پاکستان ترڅنګ یې له ايران څخه هم په منظم ډول آلمان ته د افغانانو د انتقال لاره هواره کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې په اوسط ډول «په هره اونۍ کې کابو دوه سوه افغانان يوازې له پاکستان څخه آلمان ته راوړل شوي دي.»
د وزارت په حواله واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې د آلمان سفارتونو وکولای شول چې «تر ۱۸ زرو ډېرو سيمه ایزو همکارانو او له خطر سره مخامخ کسانو ته چې د آلمان د حکومت له خوا یې د منل کيدو ژمنه ترلاسه کړې وه، او همدا راز د هغوی کورنيو ته ويزې ورکړي.»
د وزارت د معلوماتو له مخې يوازې د ۲۰۲۲م کال په سر کې په دوو مياشتو کې دننه له کابو ۵۰۰۰ له هغو کسانو سره چې پاسپورتونه یې نه لرل، له افغانستان څخه د ځمکې له لارې په وتلو کې او بيا آلمان ته په رسيدو کې مرسته شوې ده.
پروازول: افغان سيمه ایز همکاران بايد هېر نه شي
له هغه راهيسې چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د آلمان حکومت د تخلیې پر پروسې سختې نيوکې کيږي. د رسنيو د رپوټونو په حواله اوس هم د آلمان د پوځ پخواني کارکوونکي په افغانستان او يا هم په ګاونډي هېوادونو کې دي.
د مهاجرو پلوي سازمان (پروازول) په دې وروستيو کې ټينګار وکړ چې افغان سيمه ایز همکاران او د هغوی کورنۍ بايد «هېرې نه شي.»
ب. ص/ خ. ح (KNA)