شولڅه: نړۍ به له افغانستان سره د مرستو بندیدل ونه زغمي
۱۴۰۲ فروردین ۱۲, شنبهد المان د پرمختیایي چارو وزیرې د کاتولیکي کلیسا رسنیزو خدماتو سره په مرکه کې وویل: «که مونږ د لویدیځوالو ټولنې په توګه لاړ شو، دا په دې معنا ده چې هغه وروستي کسان به هم تللي وي چې لا هم له ښځو سره مرسته کوي.»
د نړيوالې لوږې له کبله د مرستندويه سازمانونو خبرداری
نوموړې زیاته کړه: «د دې تصور کول ستونزمن دی چې خلک دې په افغانستان کې په بشپړ ډول په خپل حال پريښودل شي او د نړیوالې ټولنې په توګه یي یوازې ننداره وکړو. زما په نظر مونږ د نړۍ په توګه دا نه شو زغملی.»
زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:
د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو په اساس د افغانستان د شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۲۸ میلیونه یي د ژوند کولو له پاره په بهرنیو مرستو پورې تړلي دي. د شولڅه په وینا طالبانو ته باید دا روښانه کړای شي چې دا د منلو وړ نه ده چې د ښځو حقونه دې تر پښو لاندې کړای شي.
د المان د پرمختیایي چارو وزیرې وویل: «دا باید عواقب ولري. مونږ نه شو ویلی چې مونږ له یوې خوا غواړو دیموکراسي تقویه کړو، په داسې حال کې چې د قانون تر تصویبیدو وروسته هلته اوس هم د ښځو پر کار او پوهنتونونو ته ورتګ بندیز په داسې شکل سره دوام لري، لکه هیڅ چې نه وي پيښ شوی.»
شولڅه په خپلو خبرو ټينګار وکړ او د ملګرو ملتونو سازمان له خوا له دغې سخت دریځې ډلې سره چې اوس په افغانستان کې واکمنه ده، روانو خبرو اترو ته يې اشاره وکړه: «مونږ د طالبانو پر رژیم فشار ته ادامه ورکوو، څو پر ښځو ډیر شمیر لګول شوي بندیزونه بیرته لیري کړي.»
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له واک نیولو وروسته طالبانو د نجونو او ښځو حقونه په پرله پسې ډول محدود کړي دي. په دې وروستیو کې هغوې په بشري سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، خو وروسته یې بیا د روغتیا او لومړنیو ښوونځو په برخه کې دغه بندیز بیرته لیري یا په بله اصطلاح دغه دوه څانګې یې ور څخه مستثنا کړې.
«د مرستو کمښت افغانان له قحطۍ سره مخ کولی شي»
شولڅه وویل مونږ د خپلو پروګرامونو له پاره واضح معیارونه ټاکلي دي: «مونږ نه پریږدو چې نارينه دې د ښځو ځای ونیسي، حتی که طالبان دا وغواړي هم.» په دې نقطې کې به دا مهمه وي چې یو سرحد باید ورته وښودل شي.
د المان د پرمختیایې چارو وزیرې زیاته کړه چې اوسمهال ۱۵ سلنه د هغو پروژو چې د BMZ يعنې د پرمختيايي چارو وزارت له خوا یي ملاتړ کیږي د بندیزونو له کبله نه پلي کیږي: «کوم کارونه چې مونږ یې نور نه کوو، اوږدمهاله زیربنایي پروژې لکه د اوبو سیستم، د ښوونځیو د ودانیو او سړکونو جوړول دي».
زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:
دغې المانۍ سیاستوالې زیاته کړه: «مونږ تر اوسه پورې په سیمه کې هیڅ سفارتي کارمند نه لرو او نه مو هم له طالب مشرانو سره خبرې روانې دي.»
ډیر معلومات له مرستندویه سازمانونو څخه چې په سیمه کې دي او له طالبانو سره په تماس کې ترلاسه کیدای شي. شولڅه ټينګار وکړ: «پوښتنه دا ده چې څومره وخت مونږ په افغانستان کې پاتې کیدای شو، دا هلته په سیاسي وضعیت پورې اړه پيدا کوي چې کوم لور ته پرمختګ کوي.» مخکې له دې پریکړې څخه چې پر شا شو «مونږ به په پرله پسې ډول دوباره کوښښ وکړو چې له خلکو سره مرسته وکړو».
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص