حکمتیار: اوس له طالبانو سره خبري کيدای سي
۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعهد روسیې، امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان په گډون منځګړو هیوادونو تر دغو خبرو اترو وروسته له دواړو خواوو څخه د زورزیاتي د بندیدو غوښتنه وکړه.
د مسکو غونډه په دې هدف ترسره سوه چي له خنډونو سره مخامخ سوې د سولې پروسه له سره پیل او افغان حکومت او طالبان دې ته وهڅول سي چي د قدرت پر تقسیم پر یوه شکل سره یو سي.
د غونډي کډونوالو تر غونډي وروسته په یوه ګډه اعلامیه کي وویل: »موږ د طالبانو له غورځنګ څخه هیله کوو چي پسرلني عملیات پيل نه کړي او د یوه سیاسي حل له پاره دي یوه مناسبه فضا رامنځته کړي.«
واشنګټن افغان دښمنو اړخونو ته د طالبانو په ګډون د یوه مؤقتي حکومت د جوړیدو وړاندیز کړی. خو د مسکو په ملاتړ دغه ډول وړاندیز ته افغان چارواکي په انتقادي سترګه ګوري. ددغي غونډي په پیل کي د سولې د شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي چي کابل غواړي د دواړو خواوو ترمنځ خبري اتري دي تر دوحې په يو بل ډول فضا کي ترسره سي.
د طالبانو د هیئت مشر ملا عبدالغني برادر غوښتنه کړې چي افغانان باید خپل سرنوشت پخپله وټاکي. د طالبانو یوه ویاند په تویتر کي لیکي: »نړۍ باید اسلامي ارزښتونه او د افغان اولس خپلواکي او ملي ګټي په نظر کي ونیسي.«
د ۲۰۲۰م کال په فبروري مياشت کي په دوحه کي رامنځته سوي تړون کي راغلي چي د می میاشتي تر لومړۍ نیټې به ټوله امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وزي، خو په دې شرط چي طالبان به د امنیت راوستلو ډاډمنتیا ورکوي، د مثال په ډول د القاعده شبکې سره ارتباطات قطع کیدل او د افغان حکومت سره د سولي د خبرو شروع کیدل.
د مختلفو پلاوو تر منلو وروسته، د روسیې خارجه وزیر سیرګي لاوروف له واشنګټن او طالبانو څخه غوښتي چي د هغه تړون شرایطو ته ژمن پاته سي چې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کي په قطر کي لاسليک سو.
GP/NZ/AG