افغان بریک نڅاګره ولې له المپیک سیالیو بهر شوه؟
۱۴۰۳ مرداد ۲۰, شنبهد جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۹مه) د المپیک په سیالیو کې د بریک نڅا په برخه کې افغان کډواله منیژه تلاش، په لوبو کې د سیاسي فعالیت له کبله له دغو لوبو محرومه شوه. د جمعې په ورځ ټاکل شوې وه چې تلاش له خپلې هندۍ سیالې سره رقابت وکړي څو وکولی شي د المپیک په اصلي لوبو کې ګډون وکړي خو د لوبې پرمهال یې داسې جامې په تن کړې وې چې ورباندې «افغان میرمنې آزادې» کړئ شعار لیکل شوی وو. دغې ۲۱ کلنې افغان کډوالې په المپیک سیالیو کې د کډوالو په استازیتوب ګډون کوو.
د المپیک سیالیو د لوبو پرمهال سیاسي شعارونه او فعالیتونه منع دي. د نڅا سپورټ نړیوال فدراسیون تر دغې پیښې وروسته یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي: «هغه [منیژه تلاش] د یوه سیاسي شعار په ښوولو د کوالیفای راونډ څخه وړاندې له لوبو محرومه شوه.» وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱م کال کې طالبان په افغانستان کې بیا ځلې واک ته ورسیدل، تلاش هسپانیا ته پناه یوړه او په همدې هیواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.
منیژې تلاش د المپیک سیالیو څخه وړاندې په هسپانیا کې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې «زه دلته یم څو خپل خوب په حقیقت بدل کړم. نه له دې کبله چې زه ویریدلی یم.»
د المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه، د کوالیفای دغه سیالۍ د همدې کال په مې میاشت کې له هندۍ سردوجي سره اعلان شوې وه ترڅو تلاش وکولی شي په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي. منیژه تلاش په افغانستان کې د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو پر وړاندې د خپلو هلو ځلو له کبله د المپیک د نړیوالې ټولنې د اجرائیه کمیټې له لوري دغې سیالۍ ته دعوت شوې وه.
ا.خ.ح / ا.و.ا