1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوډان

فعالان: سوډان کې د نیمه پوځي ملیشو په حمله کې ۵۰ تنه وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۵, شنبه

د سوډان په حصاحیصا کې د مقاومت په نوم د فعالانو یوه کمېټه وايي د چټک غبرګونو ځواکونو یا (RSF) د الجزیره ولایت پر ټولو کلیو حمله کړې او درنه مرګ ژوبله ېې اړولې ده.

https://p.dw.com/p/4mGHB
آرشیف - د سوډان په خرطوم کې په یوه هوايي حمله کې تخریب شوې مارکيټ
په سوډان کې د فعالانو یو مرکز وايي د چټک غبرګونو ځواکونو یا (RSF) د الجزیره ولایت پر کلیو حمله کې درنه مرګ ژوبله اړولېانځور: Volunteer Group South Khartoum Emergency Room/Xinhua/IMAGO

دغې کميټې د جمعې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل چې د جمعې ورځې راهیسې د «الصریحه او ازراق کلي تر حملو لاندې دي.»

یاده کميټه چې د سوډان په مرکز کې فعالیت لري، وايي چې یوازې په الصریحه کې ۵۰ کسان وژل شوي «او له ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.»

د مقاومت کميټې د (RSF) د بمي حملو او نخښه ويشتونکو د ډزو په دلیل «له کلي د ټپيانو د اېستلو» په برخه کې د بشپړې «ناتوانۍ» خبر ورکړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په رپوټ کې د دغو قربانیانو هویت نه دی ښودل شوی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل