1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پولیس: د شیعه او سني فرقو ترمنځ بيا اوربند شوی

محمد کریم صالح | فرانس پرس
۱۴۰۳ آذر ۱۲, دوشنبه

د پاکستان چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د قومي مشرانو په مرسته ېې په کرمه ضلع کې د سني او شیعه فرقو تر منځ د دوهم ځل له پاره اوربند رامنځ ته کړی دی. په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې شوي اوربندونه مات او ۱۳۰ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4neLI
په کورمه کې د سني مذهب پلویان د مذهبي شخړو پر مهال د وژل شوو کسانو د جنازې مراسمو پر مهال - د ۲۰۲۴م کال اکتوبر ۱۳
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمه ضلع کې د شیعه او سني فرقو تر منځ وروستیو وسله والو نښتو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي ديانځور: Dilawer Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت په کرمه ضلع کې وروستي تاوتریخوالي د نومبر پر ۲۱ هغه مهال پيل شول چې وسله والو د موټرو پر یو کاروان حمله وکړه چې ۵۲ کسان پکې ووژل شول. وژل شوي اکثره شیعه ګان ول.

که څه هم د دغې خونړۍ حملې مسئولیت چا نه دی منلی، خو د شیعه فرقي پلویانو خاورو ته د وژل شوو کسانو د جنازو تر سپارلو وروسته پر سنیانو حمله وکړه چې پکې ۷۸ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ پوري نور ټپیان شول.

د نومبر مياشتي پر ۲۴ د ښکېلو خواو  ترمنځ پر یو اوربند توافق وشو، خو دغه اوربند عملي نه شو. دا ځل پاکستاني چارواکو تمه ښودلې چې شوی اوربند به عملي کيږي.

د کرمې د پولیسو مرستیال کمشنر جاوید الله محسود، وویل چې قومي مشرانو د یکشنبې شپې د سولې په خبرو اترو کې مرسته کړې او له دې سره د امنيت ساتلو له پاره په سیمه کې پولیس ځای پر ځای شوي دي.

د رپوټونو مطابق، د کرمې د تېرو شاوخوا دوو اوونیو تاوتريخوالو کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ پوري نور ټپیان شوي دي.

د تېرې شنبې په ورځ په خيبر پښتونخوا ایالت کې امنيتي چارواکو وويل چې د چهارشنبې په ورځ هم یو اوربند رامنځ ته شو، خو هغه هم رعایت نشو چې د پنجشنبې او جمعې ورځو په  نښتو کې ۱۳ کسان ووژل شول چې ۱۱ یې شیعه ګان ول.

د پاکستان د ۲۴۰ ميلیونه نفوس اکثریت برخه سنيان دي. شیعه ګان د دغه نفوس نژدې ۱۵ سلنه برخه ده. په کرمه ضلع کې چې د افغانستان پولې ته نژدې پرته ده، هم شیعه ګان میشت دي.

(AP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب