1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړۍ په احتياط سره نوی عيسوي کال پيل کړ

۱۳۹۹ دی ۱۲, جمعه

تقريباً په ټوله نړۍ کي نوی کال د تيرو کلونو په پرتله ډير آرام او پرته له سترو جشنونو او اورلوبو پيل سو. خلکو ۲۰۲۱م کال د کرونا پانديمي د پای ته رسيدو په هيلو پيل کړ.

https://p.dw.com/p/3nQfI
Deutschland Jahreswechsel Berlin
انځور: Michael Sohn/AP Photo/picture alliance

نوی ۲۰۲۱م کال راورسيد. آلمانانو د شپې پر ۱۲ بجو د نوي کال هرکلی وکړ. خو د کرونا پانديمي په منځ کي هر څه بل ډول ول. په برلين کي لوی جشن ونه لمانځل سو. هغه ځای چي به نور وخت پکښي په سونو زره کسان راټوليدل، خالي وو. د هغه پر ځای د براندنبورګ دروازې مخي ته د نوي کال په مناسبت تفريحي خپرونه روانه وه چي د تلويزيون له لاري په ژوندۍ بڼه خپريده. په دغه خپرونه کي پرته له ليدونکو، بې شميرو هنرمندانو برخه اخيستې وه. په نيمه شپه کي دغه دروازه په آتشبازيو او رنګارنګو وړانګو سره روښانه سوه.

خو بياهم د برلين پوليسو د نوي کال په شپه په هر ځای کي ګزمه کوله او د کرونا د تدابيرو څخه د سرغړونو لږ پيښې رامنځته سوې. د پوليسو يوه وياند وويل چي په عمومي توگه وضعه آرامه وه.

د کرونا وبا له امله په ډيرو نورو هيوادونو کي هم د سترو جشنونو له جوړيدو او ډيرو خلکو له راټوليدو څخه مخنيوی وسو. په پاريس کي د نوي کال په شپه هم پر تګ راتګ باندي بنديز لګول سوی وو. يوازي د آنلاين له لاري د هنرمندانو کنسرتونه خپريدل.

په پاريس کي د نوي کال پيل
په پاريس کي د نوي کال پيلانځور: Charles Platiau/REUTERS

په ايټاليا کي هم د موسيقۍ پروګرامونه زياتره د تلويزيون او انترنت له لاري خپريدل. په پلازمېنه روم کي ډير لږ اورلوبي وسوې.

همدارنګه په نورو هيوادونو کي هم د نوي کال په مناسبت جشنونه او اورلوبې منع اعلان سوي وې. د مثال په ډول نيويارک، ريو دي ژنيرو، لندن او امستردام کي.

روسيې هم نوی کال، د کرونا له امله د مړه سوو کسانو د لوړ شمير تر سيوري لاندي پيل کړ. په مسکو کي کريملن ته نژدې عنعنوي اورلوبي ترسره سوې. خو د مسکو عادي اوسيدونکي بيا مجبوره ول نوی کال په خپلو کورونو کي ولمانځي.

په نوي زيليند کي چي تر ټولو دمخه پکښي کال نوی سو، تقريباً هر څه دپخوا په شان ولمانځل سول. دا ځکه چي نوموړي هيواد ته له بهر څخه د مسافرو پر راتګ باندي د بنديز له لګيدو راهيسي، خوشبختانه د کرونا هيڅ کومه نوې پيښه نه ده ثبت سوې. ددغه هيواد په ډيرو ښارونو کي خلک راټول سوي ول تر څو نوی کال په اورلوبو سره ولمانځي.

په سدني کي د نوي کال لمانځل
په سدني کي د نوي کال لمانځلانځور: Saeed KhanAFP/Getty Images

د آسترليا په بندري ښار سدني کي بيا سږکال د اورلوبو او پټاقيو د ليدلو له پاره هيچاته اجازه نه وه ورکړل سوې. چارواکو د سرغړوني په صورت کي د ۶۲۰ يورو نقدي جريمه ټاکلې وه. سدني د نورو کلونو په پرتله له خلکو خالي وو.

د چين په ميليوني ښار ووهان کي، چيري چي يو کال مخکي کرونا پانديمي ترې خپره سوه، په زرونو کسانو د نيمي شپې تياره آسمان ته هوايي پوقانې پورته کړې.

د اروپا پر وخت د جنورۍ پر اوله به، د ماپښين تر يوې بجې پوري د مځکي کُرې ټول هيوادونه نوی کال ولري.