انځورونه: د ۲۰۲۰م کال څو مهمو پیښو ته لنډه کتنه
۲۰۲۰م کال د کرونا له وبا سره پیل شو. افغانستان او دسیمې هيوادونه هم په دغه کال د يو لړ مهمو پيښو شاهدان ول. په دغه انځوریز رپوټ کې په دغه کال کې د افغانستان، سيمې او نړۍ څو مهمو پيښو ته لنډه کتنه شوې.
د نوی کال شپه
۲۰۲۰م کال د نړۍ په مختلفو لويو ښارونو کې د مخکې په څير د خوشاليو او سترو اورلوبو سره پیل شو. هغه وخت چا دا فکر نه کاوه چې سږکال به نړۍ د کرونا له يوې ستر بحران سره مخ کیږي.
کرونايي کال
که څه هم د کرونا ويروس لومړنۍ نښې په چين کې د ۲۰۱۹م کال په ورستيو کې پيل شوې، خو دغه ويروس په ډيرۍ چټکۍ نژدې ټولې نړۍ ته ورسيد. په ميليونو انسانان پرې ککړ او په سونو زره يې مړه کړل. د کرونا لومړنی قرباني د جنوري میاشتې پر ۹مه د چین په ووهان ښار کې وو.
د جنوري دريمه د قاسم سلیماني وژنه
د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې دريمه د ایران له پاره يوه بده ورځ وه. په دغې ورځ د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو مشر، جنرال قاسم سليماني ووژل. سلیماني د بغداد هوايي اډې ته نژدې د امريکا بې پيلوټه الوتکې په يوه حمله کې له خپلو ملګرو سره ووژل شو.
د فبروري ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون
امریکا متحده ايالاتو او طالبانو د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ مياشتې پر ۲۹مه نيټه د قطر په پلازمينه دوحه کې يو تړون لاسلیک کړ. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او د افغان جګړې د پای له پاره د بین الافغاني مذاکرات، او ځينې نور تضمينونه د دغه تړون مهم ټکي ياديږي.
هندوستان
د ۲۰۲۰م کال د مارچ پر۲۰ نيټه هند څلور تنه مجرمين په دار وځړول. دوی په ۲۰۱۲م کال په نوي ډيلي کې پر يوې ۲۳ کلنې زده کونکي باندې جنسي تيری کړی وو او بیا د هغې د وژنې په جرم اعدام شول. په هندوستان کې خلکو د حکومت د دغه اقدام هرکلی وکړ.
د مارچ ۲۷مه، شمالي مقدونيا
شمالي مقدونيا د ۲۰۲۰م کال د مارچ مياشتې پر ۲۷مه د ناټو غړيتوب تر لاسه کړ. شمالي مقدونيا د ناټو سازمان ۳۰م غړی وګرځيد. په همدغه ورځ د بریتانيا صدراعظم بوريس جانسون تائيد کړه چې په کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.
کانادا
د تيرکال د اپريل پر ۱۹مه د کاناډا په نوا سکوتيا سيمه کې يوه کس چې د پولیسو جامې يې اغوستې وې پر خلکو ډزې وکړې او ۲۲ کسان يې ووژل. دا د کاناډا له پاره تر ټولو لویه وژونکې پيښه وه. ويل شوي چې عامل د غاښونو داکتر وو.
جورج فلويد
د ۲۰۲۰م کال له مهمو پيښو يوه هم په امريکا کې د يوه پولیس له خوا د جورج فلويد وژنه وه. د دغې پيښې پرضد په امريکا او له امريکا څخه بهر پراخ او دوامداره اعتراضونه وشول. تورپوستی فلويد د می میاشتې پر ۲۵مه د امریکا په مانس کې د پولیسو د یوه ماموريت پر مهال ووژل شو.
هندوستان او چين
د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې پر ۱۶مه چين په يوه نښته کې د هندوستان ۲۰ سرتيري ووژل. دغه نښته د هيماليا په سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوه. سربیره پر دې چې د ستونزو د حل له پاره مذاکراتو ادامه درلوده، د څو اوونيو له پاره په سیمه کې د پوځيانو شمیر ډير کړل شو.
روسيه
روسيې د جولای مياشتې په لومړۍ نيټه داسې يوه ټولپوښتنه تصويب کړه چې له مخې یې ولسمشر پوتين کولای شي تر ۲۰۳۶ کاله پورې په خپل دفتر کې پاتې شي. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ويلي ول چې دغه ټولپوښتنه خپلواکه نه وه.
ترکيه - د ایا صوفيه جومات
د ترکيې ولسمشر د ۲۰۲۰م کال د جولای مياشتي پر ۲۴مه په استانبول کې د ايا صوفيه موزیم وروسته د ۸۶ کلونو بيرته په جومات بدل کړ.
بیروت کې چاودنه
د تیرکال د اګست مياشتې پر ۴مه د لبنان پايتخت بیروت ښار کې يوه ستره چاودنه وشوه چې ۱۹۰ کسان پکې ووژل شول. چاودنې ډيره ويجاړي هم رامنځ ته کړه.
کاپیسا کې سيلابونه
د اګست مياشتې پر ۲۶ مه د افغانستان په پروان ولایت سخت سيلابونه راغلل. په دغو سيلابونو شاوخوا ۱۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډير کورونه ویجاړ شول.
بین الافغاني خبرې
د سپتمبر مياشتې پر ۱۲مه نيټه د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونه په قطر کې د لومړي ځل له پاره د مخامخ خبرو ته کیښناستل او دې سره بین الافغاني مذاکرات له خپل ابتدائي ځایه څخه رسما پيل شول.
ترکېه کې زلزله
د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۳۰مه د ترکيې په دريم لوی ښار ازمير کې درنه زلزله وشوه چې ۱۱۶ کسان پکې مړه او تر ۱۰۰۰ ډير ټپیان شول.
د نوومبر ۲مه، پر کابل پوهنتون باندې برید
د نوومبر مياشتې پر دوهمه نيټه داعش ډلې د کابل پر پوهنتون حمله وکړه. په دغې حمله کې تر ۲۰ ډير کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول. خو دغه کال دا په افغانستان کې يوازينې خونړۍ تروريستي پیښه نه وه.
د امریکا انتخابات
د نوامبر پر دریمه په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات تر سره شول. دغې څوکۍ ته ولسمشر دونالد ترمپ او د ډيموکراټانو نوماند جو بايدن نوماندان ول. بایدن د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلان شو، خو ترمپ وويل چې په رایو کې درغلۍ شوي.
خبریالانو له پاره خطرناک کال
د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې تر ۵۰ ډير خبریالان په هدفي شکل وژل شوي دي. په افغانستان کې يوازې په شپږ اوونيو کې ۴ خبريالان ووژل شول. انځور د افغانې خبريالې ملاله میوند د جنازې د مراسمو دی. هغه د دسامبر پر ۱۰مه په ننګرهار کې ووژل شوه.
د کال پای او د کرونا واکسين پيل
د ۲۰۲۰م کال په ورستي مياشت (دسمبر) کې د کرونا د لومړنیو واکسين کولو رپوټونه ورکړل شول. په اروپا کې بریتانیا لومړنی هیواد وو چې د دسمبر پر ۸مه يې د دغه واکسین تطبیق پيل کړ. د ویلو ده چې د کرونا ويروس لومړنۍ پيښه هم د تیرکال په دسمبر کې د چين په ووهان کې ثبت شوه.